کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩١): د سولې د عالي شورا مشر وايي، چې ٩ مهم طالب بنديان د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي او تمه ده چې پاکستان پاتې نور طالب بنديان هم خوشي کړي.
د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني پاکستان ته تر خپل سفر وروسته نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې خوشي شوي د طالبانو مهم او د سولې د پروسې لپاره ګټور کسان دي.
صلاح الدين رباني تېره اونۍ د سولې د عالي شورا د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ، ترڅو له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان عملي همکاري راجلب کړي.
رباني وايي، چې ياد نهه تنه د دغه سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته خوشي شوي دي.
هغه د خوشي شوو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات ورنه کړل او دا يې هم ونه ويل، چې خوشي شوي کسان اوس چېرې دي.
ده په دې اړه هم څه ونه ويل چې دغه کسان د ټيټې که د لوړې کچې کسان دي، خو زياته يې کړه، چې د ټولو هغو طالبانو خوشي کېدل ورته د اهميت وړ دي چې سولې ته لېوال دي.
د ده په وينا، خوشي شوي طالبان کولى شي په هر ځاى کې چې وغواړي ژوند وکړي.
صلاح الدين رباني، د پاکستان له خوا د افغان طالب بنديانو د خوشي کولو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د دغو بنديانو خوشي کېدل به نور طالبان د سولې خبرو ته رامات کړي.
رباني وايي، دغه طالب بنديان په داسې حال کې خوشي کېږي چې د افغانستان حکومت تل اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې مېشت د سولې خبرو ته لېوال افغان طالبان د پاکستاني چارواکو له خوا نيول کېږي.
صلاح الدين رباني، په پاکستان کې د بندي طالبانو د شمېر په اړه معلومات نه درلودل، خو هيله يې څرګنده کړه چې د دې پروسې په دوام سره به په نږدې راتلونکي کې په پاکستان کې ټول افغان طالب بنديان خوشي شي.
رباني د طالبانو د پخواني مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر په اړه، چې دا مهال په پاکستان کې بندي دى، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “تر کومه چې د ملا برادر خبره ده، هغه به هم خوشى شي، زه غواړم تاسو ته ووايم چې د افغان بنديانو (طالبانو) د خوشي کېدو پروسه پيل شوه، موږ هيله من يو چې ډېر ژر نور هم خوشي شي.”
د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزي پژواک خبري اژانس ته يواځې دومره وويل، چې د ملا برادر په اړه هم پرېکړه شوې ده، خو وروسته به اعلان شي.
وسلوالو طالبانو او د امريکا متحده ايالتونو دواړو په پاکستان کې د طالب بنديانو د خوشي کېدو هرکلى کړى دى.
د سولې د عالي شورا مشر وويل، چې پاکستان ته د ده په مشرۍ د پلاوي د سفر پر مهال، دواړه لوري (افغانستان او پاکستان) پر دې هم سلا شول، چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د هغو طالب مشرانو نومونه و ايستل شي، چې د سولې له پروسې سره همکار دي.
د هغه په وينا، پاکستاني چارواکو دا هم ورسره منلې، چې د هغو طالبانو لپاره به د مصوون سفر اسانتياوې برابروي، چې د سولې لپاره خبرو ته چمتو کېږي.
د سولې د عالي شورا مشر پاکستان ته خپل سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې په دغه سفر کې يې د پاکستاني چارواکو په نظر کې مثبت بدلون وليد.
ده وويل، چې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د سولې لپاره د سولې د عالي شورا له تګلارې ملاتړ وښود.
د سولې د عالي شورا مشر همداراز وويل، دغه شورا په پام کې لري، چې د سولې د ټينګښت لپاره ولايتونو ته هم سفرونه وکړي.
ده وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به سوېلي ولايتونو ته سفر وکړي او د سيمې له قومي مشرانو، ځوانانو او خلکو سره به په مسقيم ډول د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن