جلال اباد (پژواک ٢٨ لړم ٩١): په ننګرهار کې د هېواد تر ټولو لوى د بهسودو پل چې پر کابل سيند جوړ او د ٢٧ ولسواليو خلک پرې تګ راتګ کوي، د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.
دغه پل، چې د جلال اباد ښار شمال ختيځ ته په يو کيلو مترۍ کې موقعيت لري، د هېواد په کچه تر ټولو لوى پل دى، چې شاوخوا ٣٦٠ متره اوږودوالى لري او نږدې نيمه پېړۍ (٥٠ کاله) مخکې جوړ شوى دى.
پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٢ ولسواليو اړوند د ورځې زرګونه موټر او لسګونه زره خلک تګ راتګ کوي.
که څه هم د انجنيرۍ له نظره هم د دغه پله عمر بشپړ شوى، خو دوه کاله مخکې يې پر سر دوه ځلې پرله پسې پر ناټو ځواکونو ځانمرګي بريدونه وشول، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دغه پله ته هم زيان واوښت.
غه راز د يادو ٢٧ ولسواليو هغه اوسېدونکي، چې د بهسودو له پله څخه تېرېږي شکايت کوي، چې پر دغه پل د ګڼې ګوڼې او د پله د خرابوالي او زوړوالي له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د سهار او مازيګر پر مهال د څو ساعتونو لپاره ترافيکي ستونزې وي.
د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محفوظ الحق وايي، چې پل دومره زوړ او خراب شوى چې کله پرې ګڼه ګوڼه زياته شي، نو بيا د ځانګو په څېر خوځېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په يو وخت کې له دواړو خواوو لسګونه موټر پر پله تېريږي او که خداى نه کړي ونړېږي، نو لويه مرګ ژوبله به رامنځته کړي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى محمد عيسى چې په ښار کې دولتي دنده لري، وايي چې هره ورځ يوه يا دوه ساعته ناوخته دندې ته رسېږي.
دى زياتوي: ((کله کله سهار وخته په تياره کې له کوره ووځم، چې پر وخت ښار ته ورسېږم، خو کله چې لږ راباندې ناوخته شي، نو بيا مې يو ساعت پر پله ضايع کېږي.))
د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شېرحسن کامه وال چې د دغه پل پر سر د موټرو په ګڼه ګوڼه کې يې موټر ولاړ و، پژواک خبري اژانس ته وويل، هره ورځ يې دوه ساعته له دغه پله پر اوښتو ضايع کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((نه يواځې عام خلک له ستونزو سره مخ دي، بلکې مامورين، محصلين او زده کوونکي چې ښار ته ځي، هره ورځ پرې ناوخته کېږي.))
نوموړى له دولته غوښتنه کوي، چې بايد له دغه پُل سره په خوا کې يو بل پُل جوړ کړي تر څو د خلکو ستونزه هواره شي.
د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى احمدګل وايي، که چېرې د بيارغونې د لسو ورځو پيسې په دغه پُل ولګول شي نو ښايي دغه ستونزه هواره شي.
ده زياته کړه: ((هېڅوک پر خپل وخت ښار ته ځان نه شي رسولى، دا يوه ستره ستونزه
ده، په انکشافي بوديجه کې بايد دغه پُل ونيول شي.))
د نوموړ ي په وينا، که چېرې دولت د دغه پُل ستونزه هواره نه کړي نو لرې نه ده چې دغه پُل به وران شي او د څو ولسواليو او دوو ولايتونو کونړ او نورستان ارتباطي لاره به له جلال اباد سره وتړل شي.
د شفيق الله وحدت په نوم يوه زده کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې حاضري يې په اتو بجو ده، خو کله هم د پول د ګڼې ګوڼې له امله پر وخت ښار ته نه دى رسېدلى.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس حاجي فضل ربي وايي، چې د دې ستونزې د هوارۍ په موخه يې د ننګرهار له والي او اړوند مراجعو سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د دغه پول په ډيزاين باندې کار شوى او انشاءالله د دغه کار لپاره به
ډونر پيدا شي، ما له وزارت سره هم تېره ورځ خبره کړې او هغوى په دې اړه ډاډ راکړى.))
نوموړى زياتوي، چې دغې ستونزې ته له ډېره وخته متوجې دى او د حل په موخه يې کار روان دى.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ننګرهار چارواکي د دغه پل د رغولو او يا هم نوي پل د جوړولو ژمنې کوي، خو تر اوسه يې عملي اقدامات نه دي کړي.