Language

مزارشريف (پژواک ٢٩ لړم ٩١): د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په بازار کې د يوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

د بلخ ولسوال تيمورشاه فايز د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د بازار په منځ کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه پېښه پر يوه بايسکل د اېښودل شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، چې په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې نور ټپي شوي دي.

ولسوال دغه راز وويل، چې په ياده پېښه کې يوه ښځه او يو ماشوم هم ټپي شوي، چې د درملنې په موخه د ولسوالۍ کلينک ته ولېږدول شول.

خو د بلخ ولسوالۍ د کلينيک يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دوى ته پنځه ملکي ټپيان ور وړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

د سيمې يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد غلام رسول هم وايي، چې په چاودنه کې پنځه عام وګړي ټپي شوي دي.

نوموړى وايي، چې هره دوشنبې په ولسوالۍ کې د بېلابېلو توکو د پلور بازار جوړېږي او ګڼ شمېر خلک د سودا اخيستو په موخه ورته راځي.

د غلام رسول په وينا، چاودنه په بازار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې رامنځته شوې، چې کېداى شي مرګ ژوبله يې ډېره وي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics