جلال اباد ( پژواک ٢٩ لړم ٩١ ) : د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې څلور عام وګړي ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته وسلوالو مخالفينو ددې ولسوالۍ په مملې سيمه کې د ملي اردو پر يوه کتار بريد وکړ.
هغه زياته کړه ، چې په دې بريد کې ملي اردو ته زيان نه دى اوښتى، خو په سيمه کې درې تنه ماشومان ټپيان شوي دي.
د خوګياڼو د ملکي روغتون ډاکټر نور اغا پژواک اژانس ته وويل،چې دوى ته څلور ټپيان راوړل شوي ، چې دوه يې ماشومان دي.
هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې بريد کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
خو په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د طالبانو ادعا ردوي او وايي، چې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.