Language

شېرزى: پاکستان دې په ننګرهار کې خپل نيمګړي کارونه بشپړ کړي

جلال اباد (پژواک ٢٩ لړم ٩١): د ننګرهار والي له پاکستانه غوښتي، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې نيمګړې چارې دې سرته ورسوي.

د ننګرهار ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې والي ګل اغا شېرزي دغه څرګندونې نن په جلال اباد کې د پاکستان له سرکونسل حبيب الله چوهدري سره د ليدنې پر مهال وکړې.

سرچينې زياته کړې، چې شېرزي د پاکستان له سرکونسل نه وغوښتل چې په ننګرهار کې هغه نيمګړي کارونه دې، چې د پاکستان اړوند دي، سرته ورسوي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان په مرسته د دغه هېواد د ځينو کمپنيو له خوا د تورخم-جلال اباد د دويم سړک، په جلال اباد ښار کې د پښتورګو (ګردو) روغتون او او د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د ودانۍ چارې پيل شوې خو له څو سلنې کار وروسته بېرته درېدلې دي.

يو کال وړاندې د ننګرهار والي ويلي وو، چې که پاکستان د ياد سړک پاتې چارې نه ترسره کوي، نو اړ دي کومې بلې کمپنۍ ته يې وسپاري، خو لا هم د دغه سړک کار نيمګرى پاتې دى.

د ننګرهار والي په شاهي ماڼۍ کې د يوې ځانګړې ناستې پر مهال د پاکستان له سرکونسل حبيب الله چوهدري وغوښتل، چې د تورخم –جلال اباد د دويم سړک د جوړېدو چارې چې يواځې ٣٠ سلنه يې پاتې دي، سرته ورسوي.

شېرزي زياته کړه، چې پاکستان د خپل ښه ګاونډيتوب له مخې د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ ودانۍ جوړه کړې، خو تخنيکي وسايل او فرنيچر يې لا هم پاتې دي او غواړو د يادې ودانۍ دغه برخه هم بشپړه کړي.

د هغه په وينا، د پاکستان له خوا په ننګرهار کې د پښتورګو د لوى روغتون د جوړېدو چارې نږدې بشپړې شوې، خو په طبي او تخنيکي وسايلو نه دى سمبال شوى.

شېرزي له پاکستاني کونسله دغه راز وغوښتل، چې هېواد يې بايد خپلې کړې ژمنې پر ځاى کړي.

په ننګرهار د پاکستان کونسل حبيب الله چوهدري د دې ليدنې پر مهال وويل، چې پخوا يې هم په دې برخه کې له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې او بيا به هم ورسره وويني.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د تورخم – جلال اباد د سړک پاتې چارې به ډېر ژر پيل شي.

هغه زياته کړه: ((د پښتورګو روغتون کارونه به هم تيز شي، همدارنګه د کمپيوټر ساينس د پوهنځي لپاره به سامانونه هم ډېر زر واخيستل شي.))

چوهدري وايي، چې د دغو چارو د سرته رسولو په موخه به له هر ډول ممکنې لارې کار واخلي.

Related Topics