جلال اباد ( پژواک ٢٨ لړم ٩١ ) : د ننګرهار د برېښنا چارواکي وايي، چې په سروبي ولسوالۍ کې شته نا امنۍ دې ولايت ته د برېښنا د غځولو مخه نيولې ده.
له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولايتونو ته د برېښنا د مزو د غځولو لړۍ دوه کاله مخکې پيل شوې ، ټاکل شوې وه، چې دا پروسه پنځه مياشتې مخکې بشپړه شي ، خو په سروبي کې شته نا امني د برېښنا د پايو درولو او مزو غځلو پر وړاندې لوى خنډ دى.
څو مياشتې مخکې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي يوه قومي جرګه هم د سروبي اوزبين سيمې ته لېږلې وه او ددې سيمې قومي مشرانو په دې برخه کې د مرستې ژمنې هم کړې وې، خو سره له ژمنې دا کار تر اوسه هم داسې پاتې دى.
د ننګرهارر د برېښنا رييس محب الرحمن مومند وايي ، چې د پاکستان استخباراتي اداره (اى اېس اى) په سروبي ولسوالۍ کې مېشتو ددولت ضد وسلوالو مخالفينو ته وسلې او نور امکانات برابروي، څو ددې پروژې مخه ونيسي.
هغه زياته کړه، چې دوى په قصداً نه پريږدي، چې د نغلو برېښنا پروژه بشپړه شي.
مومند د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نغلو برېښنا بايد ننګرهار ته څو مياشتې وړاندې را انتقال شوې واى، خو له بده مرغه چې د سروبي په ولسوالۍ کې ځينې وسلوالې کړۍ ،چې نېغ په نېغه د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى،ايس،اى ) له خوا تمويليږي ، نه پريږدي چې دغه پروژه بشپړه شي.
نوموړى وايي : (( هغوى ته وسله هم اى،ايس ،اى ورکوي،پيسې هم هغوى ته ورکوي ، تر څو دغه پروژه تخريب کړي، دغه وسلوال له پاکستانيو وسلو او مهماتو سره ليدل شوي هم دي.))
د برېښنا د رييس په وينا، پاکستان ځکه نه غواړي ، چې د نغلو برېښنا ننګرهار ته را انتقال شي، چې د دغې دولس ميګاواټه برېښنا په راتګ سره به صنعتي پارکونه، فابريکې او داسې نور سودا ګريز مرکزونه جوړ شي، چې له امله به يې د پاکستان په بازارنو مستقيماً تاثير وغورځول شي.
محب الرحمن مومند زياتوي : ((له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د رسنيو له لارې د سروبي د نا امنيو په اړه شکايتونه کوم، خو تر اوسه پورې هېڅ امنيتي اداره په دې ونه توانيده، چې په سيمه کې د کارګرو امنيت خوندي کړي، تر څو هغوى کار بشپړ کړي.))
هغه وايي، چې پرون هم وسلوالو په ياده سيمه کې د برېښنا يوه پايه الوځولې ده او له تېرو درېيو روځو راهيسې کاريګرو په سيمه کې د نا امنۍ له مله هېڅ کار هم نه دى کړى.
مومند زياته کړه : (( که چېرې په سيمه کې امنيت ټينګ شي، نو پاتې کار به په څو ورځو کې بشپړ شي.))
خو د ننګرهار د برېښنا رييس وايي، چې که امنيتي ځواکونه دامنيت په ټينګولو کې پاتې راغلل، نو لرې نه ده، چې د برېښنا پاتې پايې او مزي هم وسلوال مخالفين له منځه يوسي.
د هغه په وينا، په تخنيکي برخه کې هېڅ ډول ستونه نه لري او که چا پرې تخنيکي ستونزه ثابته کړه، نو دى به په هماغه ورځ استعفى ورکړي.
خو د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين ننګرهار ته د نغلو د برېښنا د لېږد پر وړاندې په دې ولسوالۍ کې شته امنيتي ستونزې رد او زياته يې کړه ، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت ټينګ دى.
هغه ادعا وکړه، چې د ننګرهار چارواکي خپلې تخنيکي ستونزې د سروبي ولسوالۍ د ناامنيو په بهانه پټوي.
د ننګرهار د برېښنارييس محب الرحمن مومند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوندې په ننګرهار کې مافيايي ډلې او جنراتور لرونکيو کسانو دې ولايت ته د برېښنا د تېرولو مخه نيولې ده.
نوموړي زياته کړه : ((داسې به څوک نه وي، چې د ډېرې کمې شخصي ګټې لپاره دومره لوى خيانت وکړي.))
د ننګرهار د برېښنا رييس زياتوي ، چې ټول کارونه يې بشپړ کړي ، په جلال اباد ښار کې يې د نوې برېښنا د وېش لپاره هم بشپړ ترتيبات نيولي او په ډېرو سيمو کې يې نوې دستګاوې لګولې دي او کار په شدت سره جريان لري.
مومند وويل، چې د راتلونکې ليندۍ مياشتې تر نهمې نېټې پورې به په جلال اباد او شاوخوا سيمو کې ټول کارونه بشپړ شي.
له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولايتونو ته برېښنا د سروبي له اوزبين او د لغمان د بادپښ له نا امنو سيمو څخه تېريږي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم ادعا وکړه، چې په سروبي کې د شته نا امنيو لپاره ددې پروژې پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته شوى دى.
هغه پژواک ته وويل ، چې ددوى ولايت په اړوندو ساحو کې کومه امنيتي ستونزه شتون نه لري.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي ، چې که څه هم په سروبي کې ددوى يو کنډک پروت دى، خو تر اوسه يې ورته د يادې ستونزې په اړه شکايت نه دى کړى.