Language

امنيه قوماندان: په نورستان کې پاکستاني پوځيان ترهګريز فعاليتونه کوي

 جلال اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩١): د نورستان امنيه قوماندان وايي، چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان له پولې راوړي او په نورستان ولايت کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.

د نورستان امنيه قوماندان پاسوال غلام الله خان نورستاني د لړم په ٣٠ پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان دې د عدم مداخلې د ژمنليک له مخې، نورستان ولايت ته خپل پوځونه د ورانکارو فعاليتونو په موخه نه را استوي.

 خو نوموړي زياته کړه،چې پاکستاني پوځي افسران له پولې دېخوا را اړوي او ترهګريز فعاليتونه تر سره کوي.

هغه وايي: ((په تېر دور کې جهادي مبارزه هم تر ډېره له دې ولايت نه پيل او وغځيده، نو پاکستان هم غواړي، چې په نورستان کې ناامني ډېره کړي، تر څو پخوانۍ کيسه يوار بيا تکرار شي.))

د امنيه قوماندان په خبره، په نورستان کې د ناامنۍ يواځينۍ لامل د پاکستان د استخباراتي شبکې (ISI) مداخله ده.

ده وويل: ((بس خپله دريشي وباسي او نورستان ته را اوړي، بيا نو همدوى دي، چې له نورستان يې سور تنور جوړ کړى، دا د پاکستان ښکاره تېرى دى.))

د هغه په وينا، په دغه برخه کې بايد نړېواله ټولنه مرسته وکړي، څو په نورستان کې د اى، اېس، اى لاسونه لنډ شي.

د نورستاني په خبره، نورستان يو غرنى ولايت دى، وسلوال چريکي بريدونه کوي او بيا يې نيول او تعقيبول ډېر ستونزمن کار دى.

نوموړى مني، چې د وايګل ولسوالۍ د مخالفينو په لاس کې ده، خو وايي، چې د پوليسو د کمښت او د امکاناتو د نه شتون له امله، دغه ولسوالۍ د دوى له لاسه وتلې ده.

د ده په وينا، که چېرې د نورستان پولې وساتل شي او د لاسوهونکو شبکو لاسونه لنډ شي، نو ټول شمالي ولايتونه خوندي کيږي.

امنيه قوماندان هغه خبره، چې ګواکې پاکستان د نورستان د يو شمېر هغو سيمو خلکو ته، چې سرحد ته نږدې پراته دي، شناختي کارتونه (تابعيت پاڼې) ورکړي دي، مني او وايي: ((ښايي ځينو خلکو ته يې ورکړې وي، خو په ښکاره يې چا ته نه دي ورکړي.))

نوموړي زياته کړه، چې د نورستان د غرني موقعيت له امله چاڼيز عمليات په کې ستونزمن دي او هوايي ځواک ته اړتيا ده، خو دوى يې نه لري.  

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري ويلي و ، چې په ختيځ کې به ډېر ژر ملي اردو په هوايي ځواک سمباله شي.

Related Topics