Language

د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران مرستيال سفير ورغوښتى

کابل (پژواک ٣٠لړم٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال ورغوښتى او د ايران د سرحدي پوليسو له لوري د ١٣ افغانانو د وژنې په اړه يې ورته خپله اندېښنه څرګنده کړې.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د خپرو شويو راپورو له مخې ويل شوي دي چې، د ايران سرحدي پوليسو د روانې لړم مياشتې په دريمه کې ١٣ افغانان هغه مهال وژلي چې له هرات ولايت څخه د ايران خاورې د کار په موخه اوښتي وو.

خبرپاڼه وايي چې دوه ورځې وروسته ١٠ تنه نور هم په همدې سيمه کې وژلي دي او ښښ کړي دي.

سرچينه وايي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال سيد سعيد سيدين وربللى وو او په دې اړه يې د يادښت پاڼه ورسپارلې ده، ترڅو ددې موضوع په اړه ژر تر ژره مفصل معلومات وړاندې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې سيدين ژمنه کړې چې موضوع د خپل هېواد له اړونده چارواکيو سره شريکه کړي او په دې اړه به اړينه همکاري وکړي.

 

Related Topics