جلال اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩١): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوې څاه پر سر په نښته کې دوه تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د کامې ولسوالۍ د مټاخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د څاه د ملکيت پر سر تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي، چې پوليس سيمې ته رسېدلي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر همايون بهير پژواک ته وويل، چې دوى ته يو مړى او درې ټپيان ور وړل شوي، خو يوه ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه زياتوي، چې د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
د ياد کلي يوه اوسېدونکي وکيل مټاخېل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى او د ګاونډي ترمنځ يې د څاه د موقعيت پر سر لانجه وه.
دى وايي، چې دغه څاه د يوې موسسې له خوا ايستل شوې، خو ګاوڼدي يې دعوه لرله، چې ياده څاه د هغه په ساحه کې ده او يواځې دى بايد ګټه ترې واخلي.
ده زياته کړه: ((نن په داسې حال کې چې په دې اړه جرګې ته روان و، مقابل لوري پرې ډزې وکړې، ورور او زوم يې ور ووژل او دوه نور يې ټپيان کړي دي.))