Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبان : خوشې شويو بنديانو مو پاسپورټونه نه دي اخيستي

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١): وسلوالو طالبانو هغه راپورونه رد کړل ،چې ګواکې د پاکستان له خوا خوشې شويو طالب بنديانو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

 د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول راپورونه له حقيقته لرې او تشې اوازې دي.

 مجاهد زياته کړې: ((خوشي شوو طالبانو نه پاسپورټونه اخيستي، نه يې د پاسپورټ اخيستلو هڅه کړې او نه يې هم له چا سره اړيکې نيولې دي.))

 طالب وياند له رسنيو غوښتي، چې خپلسري راپورونه دې نه خپروي او د هرې خبرې د سپيناوي لپاره دې د دوى له وياندويانو سره اړيکې نيسي.

 پرون امريکايي او پاکستاني رسنيو خبر ورکړى و، چې په پېښور ښار کې خوشې شويو طالبانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

خو سرچينې دا نه دي ويلي، چې د پاسپورټونو له ترلاسه کولو وروسته ياد بنديان چېرته ځي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ يو ١٥ کسيز پلاوى تېره اونۍ اسلام اباد ته تللى و.

صلاح الدين رباني په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان د دوى په غوښتنه ٩ طالب بنديان خوشې کړل.

خو دا چې خوشې شوي طالبان چېرته دي او څوک دي، صلاح الدين رباني يې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.