جلال اباد (پژواک، ٣٠ لړم ٩١): په لغمان ولايت کې د پنځه ويشت ميليونو افغانيو په ارزښت د حرفوي زده کړو مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې امينې افضلي د ولسمشر حامد کرزي د پنځه څلوېښتم ګڼې فرمان له مخې، نن (د لړم ٣٠مه) په دې موخه لغمان ولايت ته سفر کړى و، چې له اړوندو ادارو ليدنه وکړي.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، د حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په دوه جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
افضلي وايي، دغه ودانۍ د کار او ټولنيزو چارو وزارت پر پراختيايي بوديجي رغول کېږي، چې ټول لګښت يې ٢٥ميليونه افغانۍ دى.
هغې زياته کړه، د دې ولايت هغو ستونزو ته، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند دي، د حل په موخه به يې لازم اقدامات وکړي.
د لغمان والي فضل الله مجددي د يادې ودانۍ د جوړولو په چارو خوښي وښوده، خو له وزيرې يې غوښتنه وکړه، چې په ياد ولايت کې د يوه وړکتون او يوه دارالايتام په جوړېدو کې ورسره مرسته وکړي.
هغه زياته کړه: ((همداراز زموږ ډېرى معلولين په حرفوي او مسلکي زده کړو نه دي سمبال؛ په کار ده چې دوى ته مسلکي او حرفوي کورسونه هم جوړ شي.))
نوموړي د کار او ټولنيزو چارو له وزيرې وغوښتل، چې په خپله پراختيايي بوديجه کې دې معلولينو ته زياته ونډه ورکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې وويل، دوى پلان لري ، چې د هېواد په شپږو زونونو کې وړکتونونه جوړ کړي.
نوموړې زياته کړه، چې په لغمان کې د معلولينو ستونزې به په تدريجي ډول هوارې کړي.
د لغمان د ولايتي شورا رييس مير حاتم تره خېل هم غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت دې په دغه ولايت کې خپل کارونه د نورو ولاياتو په څېر ګړندي کړي.
دى وايي: ((راځئ، تاسو لږ راشئ، دا لغمان وګورئ چې دلته څه ستونزې دي، يوازې د ولسمشر فرمان ته مه تم کېږئ.))