کابل ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت وايي، چې د يوټيوب وېبپاڼې خپرونې به د راتلونکې شنبې په ورځ بېرته فعالې شي.
د يوټيوب وېبپاڼې خپرونې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت له خوا په امريکا کې د جوړ شوي هغه فلم له امله، چې حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوى شوى و، د روان کال د وږي مياشتې په ديارلسمه په ټول هېواد کې بندې شوې وې.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې داسې فلم جوړ کړى و، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى و.
دغه فلم بيا په امريکا کې د ټري جونز په نوم د هغه کشيش له خوا خپور شو، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
د دغه فلم په غبرګون کې د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې لاريونونه وشول، چې يو شمېر مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوه او په ليبيا کې د امريکا سفير هم له همدې امله ووژل شو.
له يوټيوب وېبپاڼې سره په افغانستان کې د Gmail او Google وېبپاڼو خپرونې هم تړل شوې وې، خو هغه له لږې مودې وروسته بېرته خلاصې شوې.
د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټيکنالوجۍ څانګې مشر ايمل مرجان د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د اطلاعات او کلتور وزارت له دوى غوښتي، چې د يادې وېبپاڼې فعاليت ته بېرته اجازه ورکړي.
د هغه په وينا، دوى نن د انټرنېټي خدمتونو ټولو کمپنيو ته رسمي مکتوبونو لېږلي، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د يوټيوب وېبپاڼه بېرته فعاله کړي.
نوموړي زياته کړه، چې دوى دغه وېبپاڼه د ملي امنيت او د اطلاعات او کلتور وزارت د لارښوونې له مخې، د ياد شوي فلم د خپرېدو له امله تړلې وه، چې پر يوټيوب هم خپور شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن