Language

جلال اباد کې د اسراييلو پر ضد لاريون وشو

جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار د ولايتي شورا غړو او يو شمېر قومي مشرانو په جلال اباد ښار کې پر فلسطين د اسراييلو بريدونه د سوله ييز لاريون په ترڅ کې وغندل.

دغه لاريون، چې نن (د لېندۍ لومړۍ نېټه) په جلال اباد ښار کې ترسره شو، لاريون کوونکو پر اسراييلو او د هغوى پر پلويانو د مرګ شعارونه ورکول.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وروستيو کې د فلسطين له مسلمانانو سره ستر ظلم روان دى او بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه: ((زما له خپل دولت نه دا غوښتنه ده، چې دا وياړ خپل کړي او په اسلامي کنفرانس کې دغه خبره راپورته کړي او دغه راز دې ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.))

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد منګل شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې له فلسطينيانو سره اسراييل ظلم او ستم کوي.

هغه له ټولو هغو اسلامي هېوادونو، چې مادي او اقتصادي اړخونه يې غښتلي دي، وغوښتل، چې خپلې مرستې دې له امريکا سره بندې کړي، څو امريکا د اسراييلو له ملاتړه لاس واخلي.

د لاريون په اخر کې د لاريون کوونکو له خوا يو پرېکړه ليک ولوستل شو او د اسراييلو ملي بيرغ  ته په اور اچولو سره لاريون پاى ته ورسېد.

ياده دې وي، چې په وروستيو کې د اسراييلي ځواکونو له لوري پر فلسطين راکټي او هوايي بريدونه روان دي، چې شاوخوا اتيا تنه په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.