Language

جلال اباد کې د افغانستان بانک د لوټولو مخه ونيول شوه

جلال اباد (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار امنيتي ځواکونو د يوه پوليس په ګډون هغه پنځه غله نيولي، چې غوښتل يې له يوه نږدې کور څخه د تونل په ايستلو د افغانستان بانک لوټ کړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د ليندۍ په لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، يادو پنځو غلو غوښتل چې د افغانستان بانک خزانه لوټ کړي.

هغه زياته کړه، چې دغو کسانو د بانک په شل مترۍ کې له يوه خالي کور څخه تر ځمکې لاندې د تونل په ايستلو کار پيل کړى و او را ايستل شوې خاوره يې په نورو کوټو کې ځاى پر ځاى کړې وه.

امنيه قوماندان وايي، چې دغه غله يې بېګاه شپه دوه بجې په داسې حال کې ونيول چې ځيني يې د تونل په کيندلو بوخت وو.

د ستانکزي په وينا، دغو کسانو تر دوه نيم مترو زيات دغه تونل کيندلى و او غوښتل يې ډېر ژر يې سرته ورسوي.

نوموړى زياتوي، د دې پېښې په تړاو يې د پوليسو يو ساتنمن، چې په بانک کې يې دنده لرله، هم نيول شوى او په اړه يې نورې پلټنې دوام لري.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې هم په نورستان ولايت کې د افغانستان بانک ساتونکو د دغه بانک له خزانې ١٣ميليونه افغانۍ غلا کړې وې چې دوه يې له ٩ ميليونه افغانيو سره بېرته ونيول شول.