Language

شېرزى: ولسمشر کرزي د بهسودو پله د ژر جوړېدو ډاډ راکړى

جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبدالبصير ګلاب چې د بهسودو د پُل د نه رغېدا له امله يې د نه خوړو اعتصاب کړى و، بېرته خپل اعتصاب مات کړ.

 نوموړي پرون ناوخته د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و او ويل چې تر هغه به دوام ورکړي چې د پل د جوړېدو په اړه غوڅه پرېکړه نه وي شوې.

 نوموړي نن (د لېندۍ لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په کراتو مراتو موږ وړانديزونه کړي، هېڅ چا پرې کوم غوږ نه دى ګرولى، نو مجبور شوم چې اعتصاب وکړم.))

 هغه زياته کړه، چې د بهسودو د پُل د جوړېدو ٥٠ کاله تېر شوي، نور يې وخت هم پوره شوى او څو ځلې پرې چاودنې هم شوې چې هره شېبه يې د لوېدو وېره شته.

 د نه خوړو د اعتصاب له پاى وروسته عبدالبصير ګلاب وويل، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى يې د اعتصاب ځاى ته ورغلى و او ده ته يې ډاډ ورکړ چې له ولسمشر کرزي سره يې د بهسودو د پُل په اړه خبرې کړې دي.

 نوموړى وايي: ((ولسمشر کرزي ورته ډاډ ورکړى چې په يوې اونۍ کې به د بهسودو د پُل د رغېدا چارې د مطبوعاتو له لارې اعلان شي.))

 د ننګرهار د ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ننګرهار والي له ولسمشر حامد کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې او ولسمشر ډاډ ورکړى، چې هر څومره ژر وي د بهسودو پُل د جوړېدو لپاره به اړوند مراجعو ته هدايت وکړي.

 د بهسودو پل، چې د جلال اباد ښار شمال ختيځ ته په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، د هېواد په کچه تر ټولو لوى پل دى، چې شاوخوا ٣٦٠ متره اوږودالى لري او نږدې نيمه پېړۍ (٥٠ کاله) مخکې جوړ شوى دى.

 پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو اړوند د ورځې زرګونه موټر او لسګونه زره خلک تګ راتګ کوي.

 

Related Topics