کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): وسلوالو طالبانو له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نړيوال سره صليب ادارې څخه وغوښتل، چې پر افغان حکومت فشار واچوي، څو د طالب بنديانو د اعدامولو لړۍ ودروي.
وسلوالو طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ د ١٦ تنو د اعدام حکم لاسليک کړ او پرون له دې ډلې د څرخي پله په زندان کې ٨ تنه اعدام شول.
د عدليې وزارت وايي، دغه کسان چې د اعدام حکمونه پرې شوي، جنسي تېري کوونکي، تښتوونکي، قاتلان او ځيني نور مجرمين دي او درې واړو محکمو پرې د اعدام حکمونه کړي دي.
خو وسلوال طالبان وايي، دوى داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د دغو کسانو په منځ کې طالب بنديان هم شامل دي.
د ذبيح الله مجاهد له خوا د لېندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد طالب بنديان جنايي نه بلکې جنګي اسيران دي.
هغه زياته کړې: ((د جنګي اسيرانو اعدامول د ټولو بشرپالو قوانينو خلاف عمل دی.))
وسلوالو طالبانو په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، له نړيوال سره صليب ادارې او نورو نړيوالو حقوقي نهادونو او بشرپالو سازمانونو څخه غوښتنه کوي، چې د افغان حکومت د دغه عمل مخه ونيسي .
په ياده خبرپاڼه کې طالبانو ګواښ کړى، چې که د دغه کار مخنيوى ونه شي، نو دوى به يې پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP