Language

غزني ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۱): د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي غزني ته د سفر پر مهال وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به امنيت تر دې ښه وي.

د ملي دفاع وزير نن (د لېندۍ لومړۍ نېټه) غزني ولايت د يو ورځني سفر پر مهال خبريالانو ته وويل، چې تر ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته به، چې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، د هېواد امنيتي حالت به له دې هم ښه وي.

نوموړى دا خبره په داسې حال کې کوي، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د هېواد ټول امنيت له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه وځي.

د ملي دفاع وزير زياته کړه: ((د مخالفينو په تبليغاتو پسې سر مه ګرځوئ، زه هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، چې امنيتي حالت به هېڅ خراب نه شي.))

د هغه په وينا، د هېواد سوېل چې پخوا يې امنيت ډېر خراب و، اوس ښه شوى او د دولت وسلوالو مخالفينو ماتې خوړلې، خو په وروستيو کې يې هڅه کوله، چې د هېواد د ختيځ او شمالي ولايتونو امنيت هم خراب کړي، خو ونه توانېدل.

نوموړي زياته کړه، چې ډېر نږدې به د امنيت د لېږد څلورم پړاو هم پيل شي، چې په دې کې د غزني ولايت هم شامل دى، چې د يو شمېر ولسواليو امنيت به يې افغان ځواکونوته وسپارل شي.

د محمدي په خبره، اوس مهال هم د هېواد د ډېر شمېر سيمو امنيتي چارې افغان ځواکونه سمبالوي.

ده زياته کړه: ((اوس د افغانستان د ٧٠ سلنې برخې امنيت افغان ځواکونه ساتي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان ځواکونه تر دې هم سمبال شي.))

د هغه په وينا، په هېواد کې نور د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا نشته، ځکه افغان ځواکونه کولاى شي، چې د خلکوامنيت وساتي.

د ملي دفاع وزير د کابل-کندهار د لويې لارې د امنيت په اړه وويل، چې د دغې لارې امنيتي حالت خراب دى او هره ورځ وسلوال کسان ملکي وګړي ګواښي، چې په اړه يې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت له لوى رياست سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به پرې امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شي.

Related Topics