مزارشريف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): د ډنمارك د پراختيا وزير وايي، چې دغه هېواد د راتلونكو پنځو كلونو لپاره له افغانستان سره ۱۰۰ ميليونه امريكايي ډالر مرسته كوي.
د ډنمارك د پراختيا وزير كرستين فرس بك د لېندۍ په لومړۍ نېټه، په مزارشريف كې رسنيو ته وويل، چې نړيوالې ټولنې پتېيلې چې افغانستان به يواځې نه پرېږدي.
نوموړي چې د بلخ له والي عطا محمد نور سره له كتنې وروسته له رسنيو سره لنډې خبرې وكړې، زياته كړه، چې د توكيو په كنفرانس كې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره مهم پرېكړليك لاسليك كړ، چې له امله به يې د دغه هېواد هر اړخيز ملاتړ كوي.
د هغه په وينا، ډنمارك هم يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې پتېيلې يې ده، چې افغانستان به يواځې نه پرېږدي.
كرستين زياته کړه، چې د دوى هېواد به د راتلونكو پنځو كلونو لپاره له افغان دولت او له افغانانو سره ۱۰۰ ميليونه امريكايي ډالر مرسته وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې راتلونكى كال د افغانستان لپاره برخليك ټاكنونكى دى او هيله لري، چې افغانان به د ځان په اړه ښې پرېکړې وكړي.
د هغه په وينا، دوى هيله لري، چې افغانان به د رڼو او ښو ټاكنو په ترسره كېدو بريالي شي او همداراز په راتلونكو كلونو كې د بشر او ښځو د حقوقو په ساتنه او څارنه كې وروسته پاتې نه شي.
د ډنمارك د پراختيا وزير افغانستان ته خپل سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيكو يوه بېلګه وګڼله.
ډنمارک په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې نږدې ٧٠٠ سرتېري لري چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٤٢ سرتېري وژل شوي دي.