کابل (پژواک ٢ ليندۍ٩١): په کابل کې د انګلستان سفير وايي، چې له افغانستان سره به يې د هېواد مرستې تر ٢٠١٧ کال پورې د اوس په څېر روانې وي.
په کابل کې د انګلستان سفير سر ريچارډ سټګ دغه څرګندونې نن (دليندۍ په ٢مه) د کابل د انګلستان سفارت په ودانۍ کې له افغان خبريالانو سره په يوه ناسته کې وکړې.
سټګ زياته کړه،چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د انګلستان د ماموريت ماهيت په افغانستان کې بدلون مومي ، خو مرستې به يې د ا فغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اوس په څېر دوام ومومي.
ده وويل ،چې انګلستان له افغانستان سره د اوږدې مودې مشارکت ته ژمن دى.
د سټګ په وينا، انګلستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته د مشورې، مرستې او روزنې ورکول ته دوام ورکړي.
دده په خبره، انګلستان به تر هغه مهال د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، چې باوري شي دغو ځواکونو د کورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پيدا کړى.
په کابل کې د انګلستان سفير د ډيورنډ د کرښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ددې کرښې په اړه د انګستان دريځ څه دى، وويل هېواد يې په دې اړه کوم مشخص نظر نه لري.
ده زياته کړه، چې په سرحدي سيمو کې امنيتي ستونزې د ډيورنډ د کرښې له امله نه دي ، بلکې په دغو سيمو کې د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ له امله دي.
په اسلام اباد کې د انګلستان سفير ايډم ټامسن چې هم په پورته ياده شوې ناسته کې يې ګډون درلود،د همدې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې کابل او اسلام اباد د ډيورنډ په اړه د انګلستان پر رسمي دريځ پوهېږي، خو مهمه دا ده ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو کړکېچ حل شي.
ده زياته کړه، ښه ده چې پر دې موضوع اوس بحث ونشي او دا موضوع رسنيزه نشي.
په اسلام اباد کې د انګلستان سفير همداراز پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر، چې په دې وروستيو کې ترسره شو،د دواړو هېوادونو لپاره برياليتوب وباله.
د افغانستان د سولې د عالي شورا يوه پلاوي ددې شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ څو روځې وړاندې پاکستان ته سفر وکړ، چې په لړ کې يې پاکستانيو چارواکو ومنله ، چې ٩ طالب بنديان خوشې کړي.
د سولې د عالي شورا مشر ويلي و، چې خوشې شوي کسان د طالبانو مهم غړي دي او کولی شي د سولې په بهير کې مرسته وکړي.
ټامسن وويل، چې دى کابل ته په خپل سفر کې په دې باوري شو، چې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا سفر د دواړو هېوادونو لپاره رېښتينې لاسته راوړنه وه.
ده هيله وښوده ، چې له دې سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په راتلونکي کې ښې شي.
دى وايي، چې انګلستان هڅه کوي له خپل نفوذ څخه په ګټه اخيستو د درې اړخيزو غونډو له لارې افغانستان او پاکستان سره نږدې کړي.
خو زياتوي ،چې دواړه هېوادونه بايد له تروريزم سره د مبارزې لپاره، پر يو بل د تورو لګول پرېږدي او په خپلو کې سره همکاري ډېره کړي.
په کابل کې د انګلستان سفير سر ريچارډ سټګ ، چې په همدې ناسته کې يې ګډون درلود وويل ، چې د افغانستان او پاکستان امنيت يوله بل سره تړلى او يواځې د ګډې همکارۍ له لارې ممکنه ده، چې دواړه هېوادونه پر شته ستونزو برلاسي شي.
ده هم وويل ، چې د پاکستان لخوا د افغان طالب بنديانو خوشې کېدل د سولې د عالي شورا په غوښتنه ترسره شول او دا کولى شي د دواړو لوريو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
سټګ وايي، چې دا ډول تصميم دده له نظره کولى شي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
خو ده په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره، پر سياسي حل لارې ټينګار وکړ.
دده په خبره، سياسي خبرې په افغانستان کې د له منځته تللې سولې د بېرته راګرځېدو، يواځينۍ لاره ده او کولى شي په افغانستان کې د يوه سياسي حل لارې بنسټ رامنځته کړي.
اډم ټامسن هم وويل ، چې په دواړو هېوادونو کې شته ستونزې ته پوځي حل لار نشته او په دې برخه کې يې د سياسي حل لارې پر اړتيا ټينګار وکړ.