Language

د پوليسو په خپلمنځي جګړه کې دوه پوليس وژل شوي

کابل ، کلات ( پژواک ٢ ليندۍ ٩١ ) : په زابل ولايت کې د پوليسو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د زابل دوالي وياند شريف الله ناصري د ليندۍ په ٢مه،پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه  تېره ورځ ناوخته ددې ولايت په اټغر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ،چې د يادې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په يوه امنيتي پوسته کې دوه پوليس د خپلو پنځو نورو ملګرو له لوري وژل شوی او بريد کوونکي پنځه پوليس له وسلو سره له سيمې تښتېدلي دي.  

ناصري وويل ،چې د پېښي لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی ، خو د دوى پلټنې دوام لري .

وسلوال طالبان بيا وايي، چې پر دغې امنيتي پوسته د دوى له لوري بريد شوی دى.

قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې پدغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور د طالبانو لخوا ژوندي نيول شوي دي .

د يادونې ده، چې تېره مياشت د هلمند ولايت په دوو پېښو کې يو شمېر پوليس د نورو پوليسو لخوا وژل شوي وو.

د يوبل خبر له مخې، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن تر غرمې ورروسته د خير اباد په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ،چې په دې چاودنه کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى ته ياد ټپيان راوړل شوي، چې ددوو تنو حالت ښه نه دى.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.