Language

ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او ٧ نور ټپيان شول

جلال اباد (پژواک ٣ لېندۍ ٩١): د جلال ابا-تورخم پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ٧ نور ټپي شوي دي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير غلام دستګير رحيمي پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د روداتو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.

عيني شاهد سهارګل وايي، چې دغه پېښه د چلوونکو له خوا د موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوه او زياتوي چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير وايي، چې له دې پېښې يو ټپي د ننګرهار ملکي روغتون او نور شخصي روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت ناوخت په دې لاره کې د ورته پېښو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.