کابل ( پژواک ۳ لیندۍ ۹۱ ) : د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره د ننګرهار د غازي امان الله خان په لوبغالی کې د مهارتونو د لوړولو کمپ د لړم په دریمه پیل شو.
د کرکټ بورډ درسنیو امر فرید هوتک دلیندۍ په ۳مه، پژوړاک خبري اژانس ته وویل چې دغه روزنیز کمپ به شپږ اونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د روزونکو لخوا ۳۰ تنو لوبغاړو ته په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکول کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود وایي چې ملي لوبډله راتلونکی کال په ډیرو نړیوړالو سیالیو کې برخه واخلي او دوی ورته یو منظم پلان جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۱۳ کال دافغانستان کرکټ لپاره ډیر مهم دی او د ملي لوبډلې ترڅنګ د ۱۹ کلنو لوبډله هم په یو شمیر بهرنیو سیالیو کې ګډون کوي.
د کرکټ بورډ سرپرست اجرایيوی رییس بشیر ستانکزی وايي چې په دې روزنیز کمپ کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي او یو شمیر نور ځوان لوبغاړي راغوښتل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د شپږو اوونیو پر مهال به د روزونکو لخوا دلوبې ترڅنګ د لوبغاړو پر فټنس او روغتیا هم ډیر کار کیږي.
ستانکزي پژواک اژانس ته وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ غواړي د راتلونکي کال نړیوالو سیالیو لپاره دیوې پیاوړې لوبډلې جوړولو سره ښې لاسته راوړنې ولري.
سرپرست اجرايیوی رییس وایي چې تر دې روزنیز کمپ څخه وروسته به په هندوستان او یا پاکستان کې دلوبغاړو لپاره د څلورو اوونیو یو بل کمپ هم په پام کې لري.
دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۳ زیږدیز کال پر مهال د انټرکانټینیټټال کپ سیالیو ترڅنګ په اسیایی سیالیو کې هم ونډه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP