Language

په کونړ کې د شپږو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

اسعداباد (پژواک ٣ ليندۍ ٩١): د ملي دفاع وزارت يوه سرچينه وايي، چې په کونړ ولايت کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او ٥٠ تنه له طالبانو سره د تړاو په شک ونيول شول.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ په الګل دره کې وژل شوي او نيول شوي دي.

دى وايي، چې په ياده سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د لېندۍ په دويمه عمليات پيل شوي او تر اوسه (د ليندۍ درېيمه غرمه مهال) دوام لري.

د دغه ولايت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله، چې د غازي اباد له لارې اسعداباد ته راغلى، د سيمې د خلکو له خولې وايي، چې په دغو عملياتو کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په غازي اباد کې د جګړې پر مهال دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دى وايي، چې نيول شوي کسان عام وګړي دي او له طالبانو سره څه تړاو نه لري.