ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر حامد کرزي د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ

ولسمشر حامد کرزي د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ

author avatar
24 Nov 2012 - 16:11
ولسمشر حامد کرزي د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ
author avatar
24 Nov 2012 - 16:11

کابل ښار (پژواک ٤ ليندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د عاشورا په مراسمو کې د کابل ښار د قهرمان کربلا په جامع جومات کې ګډون وکړ.

د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه و سلم) لمسى امام حسين او ٧٢ ياران يې پر همدې ورځ (د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام په لسمه) د عراق په کربلا دښته کې د وخت د حاکم، يزيد له خوا په ډېرې بې رحمۍ شهيدان شول.

د محرم الحرام لسمه (عاشورا) د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي او يارانو روح ته د دعا په موخه هر کال د هيواد په مرکز اولايتونو کې لمانځل کېږي.

اهل تشيع مسلمانان دغه ورځ د وير په مراسمو لمانځي، چې تورې جامې يې اغوستې وي او همداراز ځانونه په زنځيرونو او چړو وهي، چې ان پر بدن يې وينې راماتيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٤ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې د ولسمشر هغه ماشومان، چې د کربلا د شهیدانو د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي وو، ونازول او په ټول هيواد کې یې د ملي يووالي، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د يادونې ده، چې په هېواد کې د عاشورا مراسم په امنیت او ارامۍ کې ترسره شول او خلکو د مرکز او ولایاتو په جوماتونو او تکیه خانو کې د حسیني شورا د یاد او خاطرې لمانځنه وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.