جلال اباد (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو په نښته کې يو عام وګړى وژل شوى دى.
د بټي کوټ ولسوال مېرزا محمد نصرت د لېندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته بجې يو شمېر وسلوال، چې د ملي اردو لباس يې پر تن و، د درېيم فارم په سيمه کې د موټرو په پلټنه بوخت وو، چې د پوليسو تر بريد لاندې راغلل.
نوموړي زياته کړه، چې نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام وکړ، چې په پايله کې يې وسلوال په شا تمبول شوي او يو ملکي وګړى په کې وژل شوى دى.
ولسوال وويل: ((له بده مرغه يو تن عام وګړى، چې سلطان محمد نوميږي د مخالفينو په ډزو کې وژل شوى دى.))
د بټي کوټ امنيه قوماندان سمونيار هدايت هم پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى ملکي وګړى په دولتي فارم کې په کار لګيا وو، چې د وسلوالو طالبانو په ډزو ولګيد.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.