جلال اباد (پژواک ٥ لېندۍ ٩١): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي، چې د روانې مياشتې تر وروستيو به د نغلو برېښنا د جلال اباد ښار روښانه کړي.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الله مومند دغه څرګندونې نن (د لېندۍ ٥مه) په جلال اباد ښار کې د برېښنا د نويو کمپيوټري مېترونو د وېش پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې د سروبي ولسوالۍ د اوزبين او د لغمان په بادپښ سيمه کې د برېښنا د پايو او د لينونو غځولو چارې چې د نا امنۍ له امله ټکنۍ شوې وې، اوس کابو شوې دي.
په داسې حال کې، چې نوموړي څو ورځې مخکې پژواک ته ويلي وو، په سروبي کې ناامنۍ لامل شوې چې ننګرهار ته د نغلو د برېښنا غځولو پر وړاندې خنډ شي.
دغه راز نوموړي ادعا کړې وه، چې د پاکستان استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى) هم ستونزې جوړوي.
خو د ننګرهار د برېښنا رييس وايي: ((د سروبي د سيمې د سپين ږيرو، ولسوال او نورو خلکو په همکارۍ موږ وکولى شول چې د برېښنا د لينونو د غځولو کار بشپړ کړو.))
نوموړى وايي، چې ننګرهار ته د نغلو د برېښنا د لېږد سيستم د سيمې په کچه يو عصري سيستم دى.
مومند وويل، چې اوس مهال يواځې په نغلو کې ننګرهار ته د غځېدلي مزي (لين) لپاره د ځاى په نښه کول پاتې دي، چې دا به هم يه يو دوو ورځو کې ترسره شي.
ده زياته کړه: ((موږ ته چې ځانګړى ځاى په نښه شي نو بيا دوه-درې ورځې کار په سب سټېشن کې پاتې دى او بس نور هر څه مکمل دي او ډېر ژر به پروژه پرانيستل شي.))
د هغه په وينا، له نغلو څخه ١٦ مېګاواټه برېښنا رالېږدول کېږي، چې څلور مېګاواټه يې د لغمان او ١٢ يې د ننګرهار لپاره ځانګړې شوې ده.
د برېښنا رييس وايي، چې د برېښنا د ښه کنټرول په موخه يې نوي ډيجيټل (اوتومات) مېترونه راوړي، چې په لګېدو سره به يې د هغو غلاوو، چې پخوا به په مېترونو کې کېدې، مخنيوى وشي.