کابل ښار (پژواک ٦ لېندۍ ٩١): جرمني د پوهنې، اوبو رسولو او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ٩٧ ميليونه يورو په ارزښت بې بدله مرسته کوي.
د دې مرستې څلور سندونه نن (د لېندۍ ٦مه) د افغانستان د ماليې وزارت او په کابل کې د جرمني د سفير روديګر کونيک (Rudiger Konig) ترمنځ لاسليک شول.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د سندونو تر لاسليکولو وړاندې د جرمني له سفير سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د دې مرستې ٤٠ ميليونه يورو به د افغانستان د بيارغونې د وجهي صندوق له لارې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي.
د هغه په وينا، دغه پيسې به پر هغو پروژو ولګول شي، چې د افغانستان خلک او حکومت ورته لومړيتوب ورکوي.
نوموړي زياته کړه، دويم سند د ٢٠ ميليونو يورو په ارزښت دى، چې د پوهنې د کيفيت د ښه والي لپاره يې جرمني د افغانستان د پوهنې وزارت ته ورکوي.
د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ، چې په نننۍ ناسته کې يې ګډون درلود، وويل، چې له دغو پيسو به د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو او د استادانو په روزنه کې ګټه واخيستل شي.
هغه د جرمني هېواد ياده مرسته د افغانستان د پوهنې د پراختيا په برخه کې مهم ګام وباله.
ده وويل، چې د جرمني له نوې مرستې سره به لږ تر لږه ٢ ميليونه نوي کسان په پوهنيز نظام کې جذب کړي او همداراز به پرې ١٨٠ زره ښوونکو ته روزنه ورکړل شي.
د پوهنې وزير زياته کړه، دغه وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې ٣٠٠ نوي ښوونځي جوړ کړي، چې په جوړولو کې به يې يوه اندازه دغه پيسې هم ولګول شي.
د هغه په وينا، له همدې پيسو به له پوهنې څخه د خلکو د ملاتړ شوراګانې هم جوړې شي، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به خپل رول ترسره کړي.
د وردګ د معلوماتو له مخې، جرمني په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې له وزارت سره په منځني ډول هر کال ٨،٨ ميليونه يورو مرسته کړې ده، خو په اوسنۍ مرسته کې يې ډېروالى راغلى دى.
له دغو مرستو ٣٢ ميليونه يورو د کابل د څښاک اوبو د دويم فيز د جوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
همداراز به د دې مرستو ٥ ميليونه ډالر د بدخشان د فيض اباد ښار د اوبو لګولو پر سيستم ولګول شي.
د ماليې وزير وويل، چې د جرمني مرسته له افغانستان سره د دغه هېواد او نړيوالې ټولنې د ژمنو د پوره کولو څرګندونه کوي، چې د افغانستان په اړه د توکيو په کنفرانس کې کړې وه.
ده وويل، چې جرمني له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې دى، چې هر کال له ٤٠٠ ميليونه يورو ډېره مرسته کوي.
د جرمني سفير روديګر کونيک په نننۍ ناسته کې وويل، چې جرمني له افغانستان سره په توکيو کې کړې ژمنې پلې کوي.
د هغه په وينا، جرمني به له افغانستان سره خپله د اوږدې مودې همکاري جاري وساتي.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان او جرمني په تېرو کلونو کې هم غښتلي ملګري هېوادونه وو او په راتلونکي کې به هم دغه ملګرتيا پر خپل ځاى وي.
سفير وويل: “که په ساده توګه ووايم، هغه څه چې موږ نن ترسره کوو، دا د غښتلې ملګرتيا ښکارندويي کوي.”