ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر د خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه وشوه

د قطر د خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه وشوه

author avatar
26 Nov 2012 - 14:19
د قطر د خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه وشوه
author avatar
26 Nov 2012 - 14:19

کابل (پژواک ٦ ليندۍ٩١): په قطر کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي سيمينار يو ګډونوال وايي، د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د قطر پروسه مهمه ده او خبرې بايد بيا پيل شي.

د روان زېږديز کال د مارچ په مياشت کې د وسلوالو طالبانو او امريکا ترمنځ لومړنۍ خبرې اترې په قطر کې شوې وې، خو طالبانو د خبرو اترو دا لړۍ له دې امله ودروله چې امريکا يې غوښتنو ته سم ځواب ورنه کړ او ادعا يې وکړه، چې ګوندې امريکا د سولې د خبرو روڼ دريځ نه لري.

د سولې د خبرو لپاره په قطر کې طالبانو د دفتر پرانيستل او له ګوانتانامو زندانه د طالب بنديانو خوشې کول، له امريکا د طالبانو عمده غوښتنې وې، چې تر اوسه هم نه دې پوره شوې.

سياسي کارپوه احمد وحيد مژده، چې د قطر په سيمينار کې يې ګډون کړى و، د لېندۍ په ٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې غونډې ګډونوال ټول په دې باور وو چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د قطر پروسه مهمه ده او بيا دې له سره پيل شي.

په دغه سيمينار کې، چې د روان زېږديز کال د نومبر د مياشتې په ١٨مه د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شوې وه، ځينو پخوانيو طالب چارواکو ملا عبدالسلام ضعيف، مولوي وکيل احمد متوکل، د افغان او غربي ليکوالو او سياسي کارپوهانو په ګډون لسو تنو برخه لرله.

د مژده په خبره، په دغه سيمينار کې د طالبانو او امريکا ترمنځ په قطر کې د خبرو د بيا پيلېدو په لاره کې پر شته خنډونو او لارو چارو خبرې وشوې.

دى وايي، چې په قطر کې د طالبانو مېشت استازي هم غواړي له امريکا سره د سولې خبرې بيا پيل شي.

سيد طيب اغا، شېر محمد عباس ستانکزی او سهيل شاهين د طالبانو هغه استازي دي چې تېر کال له امريکايي چارواکو سره د سولې د خبر لپاره قطر ته تللي، چې د مژده په وينا، لا هم همالته مېشت دي.

مژده وايي، چې د سيمينار په څنډه کې يې له يادو پخوانيو طالب چارواکو سره خبرې کړي او هغوى هم د دغو خبرو بيا پيلېدو ته لېوالتيا لرله.

هغه زياته کړه، په قطر کې شته طالب استازو ورته ويلي، چې که امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې کول نه غوښتل، نو دوى يې د څه لپاره قطر ته ور وغوښتل.

خو مژده وايي، د امريکا ولسمشريزې ټاکنې د دې لامل شوې چې د خبرو دغه لړۍ ودرېږي.

د ده په باور، اوس چې په امريکا کې ټاکنې وشوې نو ښايي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيا پيل شي.

خو د مژده په وينا، پاکستان هڅه کوي په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ شي چې اوسمهال افغان حکومت هم ورسره همغږى شوى دى.

دى زياتوي، پاکستان هڅه کوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ورګډ وي ترڅو پرېکړې د پاکستان ګټو ته په کتو وشي.

د مژده په خبره، افغان حکومت د دې لپاره د دغو خبرو مخه نيسي، چې طالبانو تل له افغان حکومت سره هر ډول خبرې کول رد کړې او ويلي يې دي، چې افغان حکومت د پرېکړې واک نه لري.

مژده که څه هم د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره د افغان حکومت، طالبانو او امريکا ترمنځ درې اړخيزې خبرې مهمې بولي خو وايي، چې په لومړي سر کې بايد طالبان له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

افغان چارواکو وړاندې ويلي وو، چې د سولې ټولې خبرې بايد د افغان حکومت په مشرۍ وشي او پرته له دې به دغه خبرې بريالۍ نه وي.

د مژده په خبره، په قطر کې د طالبانو مېشت استازو همداراز ويلي، چې د افغانستان حکومت له اپوزېسيون سره خبرو ته هم لېوال دى.

د ده په خبره، طالب چارواکي اوس په دې باور دي چې په افغانستان کې د يوې ډلې حکومت ناشونى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.