جلال اباد (پژواک ٦ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوال اسرارالله قاري زاده د لېندۍ په ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د يادې ولسوالۍ په ياغي بند سيمه کې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک د غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاوديد.
نوموړي زياته کړه، چې ټپي پوليس او ملکي وګړي يې د ننګرهار ملکي روغتون لېږدولي دي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د پېښې يوه عيني شاهد اصف الله پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې د پوليسو موټر په بشپړ ډول ويجاړ شوى او د يوه پوليس روغتيايي حالت ډېر خراب و.
د هغه په وينا، پر ياد سړک د ملکي وګړيو موټر هم روان و، چې د چاودنې له امله په هغه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.