جلال اباد ( پژواک ٦ ليندۍ ٩١ ) : د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ملي اردو د سرتيري عبدالصبور د اعدام د حکم غندنه وکړه.
عبدالصبور د ٢٠١٢ زېږديزکال د جنورۍ په شلمه نېټه په کاپيسا ولايت کې پنځه فرانسوي سرتيري ووژل او اتلس نور يې ټپيان کړي وو .
تر دغې پېښې وروسته نوموړى ونيول شو او يوې نظامي محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړ.
د ننګرهار محصلينو نن دليندۍ په ٦مه،د عبدالصبور د اعدام او پر فلسطين د اسراييلو بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ ، د کابل-جلال اباد لويه لاره يې تر يوه ساعت پورې د ترافيکو پر مخ تړلې وه .
دوى دافغانستان د محاکمو او اسراييلو پر ضد د مرګ شعارونه ورکول.
د لاريون يوتن ګډون کوونکي فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې لومړى دې د کندهار د پنجوايي پېښې بهرنى سرتېرى محاکمه شي، چې ١٨ افغانان يې وژلي وو.
هغه زياته کړه : (( دغه امريکايى سرتېرى نه اعداميږي ، خو د ملي اردو سرتېرى ، چې يواځې پنځه تنه يې وژلي، هغه اعداميږي.))
نوموړى دافغانستان ټولې محکمې د نورو تر اغېز لاندې بولي او وايي، چې د عبدالصبور اعدامېدل به افغان حکومت د ولس له لوى ګواښ سره مخ کړي.
د لاريون په پاى کې اووه ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو، چې پر فلسطين د اسراييلي ځواکونو بريدونه،پر عبدالصبور د اعدام د حکم او پر افغان خاوره د پاکستان او ايران د بريدونو غندنه شوې وه او هم يې له بهرنيو ځواکونو غوښتي، چې له افغانستان څخه دې بې له قيد او شرطه ووځي.
د لاريون کوونکو لخوا د صليب سور نښان او د امريکا بيرغ په سوځولو سره دغه لاريون پاى ته ورسېد.
ګڼ شمېر پوليسو د درونټې په سيمه کې د محصلينو د لاريون امنيت نيولى و.