Language

عمراني: په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

جلال اباد (پژواک ٧ لېندۍ ٩١): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې ډېروالى راغلى دى.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسه عمراني دغه خبرې نن (د لېندۍ ٧ مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړېوالۍ ورځې په مناسبت پژواک اژانس ته وکړې.

د هغې په وينا، سږ کال له دوى سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٠ قضيې ثبت شوې دي، حال دا چې په تېر کال کې له دوى سره شپيته قضيې ثبت شوې وې.

نوموړې زياته کړه: ((کال تر کاله د ښځو د فهم سطحه لوړيږي او عدالت ته لاسرسى پېدا کوي، خو په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى دى.))

د عمراني په خبره، داسې قضيې هم شته، چې پټې پاتې دي او که چېرې را ښکاره شي، ښايي دغه شمېره دوه چنده شي.

هغه وايي، چې په دغو قضيو کې يې ځينې اجباري ودونه، په ماشومتوب کې ودونه، له کوره تېښته او داسې نور شامل دي.

د ښځو چارو رييسې وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې په ټيټوالي کې له دوى سره په ټولو ولسواليو کې ديني عالمان، قومي سپين ږيري او نورې ګڼې ښځې همکاري هم کوي.

نوموړې وايي: (( له موږ سره په دغه برخه کې يو شمېر موسسې هم همکاري کوي، لکه اى ايم سي، يونيسف او داسې نورې.))

د ننګرهار د ښځو چارو د رياست د فرهنګي چارو مديره ملالۍ شينوارې هم ورته خبره کوي او وايي، چې د پخوا په پرتله اوس د ښځو د پوهې کچه لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په عامه پوهاوي ډېر کار کړى، نو همدا لامل دى چې د پېښو د ثبت کچه لوړه شوې ده.))

نوموړې وايي، چې څومره د دوى فعاليتونه په سيمه کې پراخيږي، په هماغه اندازه به هغه ستونزې چې پټې پاتې وي راښکاره کيږي.

Related Topics