مزار شريف (پژواک ٧ لېندۍ ٩١): د بلخ امنيتي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار کې دوو پېغلو خويندو ځان وژنه کړې ده.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لېندۍ په ۶مه په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې بېګا شپه د مزارشريف ښار په بخدي كارته كې دوو پېغلو خويندو ځان وژنه وکړه.
نوموړي زياته كړه، چې دواړو خويندو د موږك وژنې د درملو په وسيله ځانونه وژلي دي.
د هغه په وينا، لا هم د پېښې په اړه كره معلومات نه دي بشپړ شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
سمونوال قادري وويل، چې د دواړو مړي دم ګړۍ د مزارشريف په ملكي روغتون کې دي او تر طبي څېړنې لاندې دي.
د بلخ د ملكي روغتون مشر ډاكټر غوث الدين انوري پژواك خبري اژانس ته وويل، چې بېګاه شپه د دوو پېغلو خويندو مړي، چې عمرونه يې ۱۸ او ۲۵ وو، روغتون ته ور وړل شول.
نوموړي زياته كړه، چې د دوى له لومړنيو څېړنو څخه په ډاګه شوې، چې د حشراتو وژنې د درملو په وسيله يې ځانونه وژلي دي.
پژواك خبري اژانس هڅه وكړه، چې د وژل شويو نجونو د كورنۍ نظر هم تر لاسه كړي؛ خو د پېښې ځاى ته له ورتګ سربېره يې هم كورنۍ نظر وركولو ته چمتو نه شوه.
د امنيت امر قادري وويل، چې دوى لومړى ځل له داسې پېښې سره مخ كېږي، چې دوه خويندې يو ځاى خپل ځانونه وژني.
نوموړي همداراز د يوه ماشوم وركېدو د پېښې په اړه هم خبر وركړ.
سمونوال قادري وويل، چې د جمال الدين په نامه ۱۲ كلن ماشوم له تېرې ورځې له مزارشريف ښار څخه ورك دى.
نوموړي زياته كړه، چې دوى ته د شفاهي رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، تېره شپه ناوخته د مظفر ماركېټ له مخې يو ماشوم ورك شوى دى.
د هغه په وينا، تر دې دمه يې كورنۍ هم دوى ته د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او لا يې د ماشوم تښتونې كوم اسناد هم نه دي تر لاسه كړي.