مزارشريف (پژواک٧ليندۍ٩١): په بلخ کې سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ثبت شوې پېښې کمې شوي دي .
ددې ولايت د ښځو چارو مشرې فريبا مجيد نن د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ ددې ولايت په مرکز مزار شريف کې په جوړه شوې غونډه کې وويل چې په دې ولايت کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۳۱ پيښې ثبت شوي دي.
د سرچينې دڅرګندونو له مخې، په دغو پېښو كې ۷۹ د كورني تاوتريخوالي، ۲۹ د وهلو ټکولو ، ۱۳ د نفقې د نه وركولو، ۷ د ملكيت د غصب او ۱۴ د اجباري ودونو ، ۴۵ د طلاق او بېلېدو، ۱۰ د كوژدې د له منځه وړو او دوې د جنسي تېريو ، ٥ د قتل او پاتې نورې فحشا ته د مجبورولو او نورې د ټولنيزو ستونزو پيښې شاملې دي.
ددې په وينا ، دا په داسې حال كې ده چې د تير كال په لومړيو شپږو مياشتو كې څه باندې ۳۰۰ پېښې ثبت شوې وې.
فرېبا مجيد ، غريبي، ناامني او د ښځو له حقونو څخه بې خبري ، په بلخ كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده لاملونه وبلل .
خو د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكي بيا په دې وروستيو كې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي په اړه اندېښنې لري.
د مدنې ټولنې غړې زهرا صمدي وايي، چې په دې وروستيو كې د ښځو پر وړاندې وېروونكې پېښې تر سره شوې دي.
دې په مزار كې د دوو خويندو ځان وژنې او د ياد ولايت په كلدارې ولسوالۍ كې پر پنځه كلنۍ ماشومې د جنسي تېري پېښې ته اشاره وكړه.
د هغې په وينا سربېره پر دې چې له تيرو څو كلونو د ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندې كار روان دى؛ خو بيا هم وېروونكې پېښې تر سره كېږي.