جلال اباد ( پژواک ۷ لیندۍ ۹۱ ) د لغمان چارواکي وایي، چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد عملیات نن سهار څلور بجې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ارمل، پهلوان بابا په درې لارې او ابوزيو سیمه کې د افغان ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د سرتیرو له لوري پیل شول.
هغه زیاته کړه ، چې ددې عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسلوال مخالفین وژل شوي او لس نور ټبیان دي او یو تن د ګډو ځواکونو لخوا ژوندی نیول شوی دی.
ځواک وايي ، چې له وژل شویو مخالفینو څخه د ۸ تنو جسدونه او ۱۵ میله بیلابیلې وسلې او ۲ عرادې موټرسایکلونه د افغان ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي وویل ، چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو یو افسر او يو سرتيرى هم وژل شوي دي.
خیبر زهير، چې ځان په سيمه کې د وسلوالو طالبانو قوماندان بولي د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو د دوو قوماندانانو په ګډون اتو تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
نوموړى وايي ، چې په دې عملیاتو کې د دوى لور ته هم زيان اوښتى ، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
دیوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ١٦ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو وياند ادريس مهمند پژواک اژانس ته وويل،چې په ياده نښته ٦تنه وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي .
نوموړي زياته کړه ،چې دوه تنه مخالف وسله وال په ټپي حالت کې دامنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي دي .
د کوټ ولسوال شيرشاه پژواک ته وويل ، چې نن غرمه مهال د کوټ په دشتي سيمه کې د ملي امنيت په موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
د هغه په وینا، له چاودنې وروسته د ملي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله یې دوه وسلوال مخالفین وژل شوي او دوه ټپیان دي.
ولسوال وایي ، چې په دې نښته کې یو سرحدي پولیس هم ټپي شوی دى.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته پيښه تائيد کړې، خو د زيانونو په اړه يې ناخبرې وښوده.