مزارشريف (پژواک، ٨ليندۍ ۹۱):د بلخ امنيتي چارواکيو د پنځه سړي تښتوونکو د نيولو او دوه تښتول شويو کسانو د خلاصون خبر ورکړ.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر، عبدالرزاق قادري، نن د ليندۍ په ۸مه، په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ په دوو بېلابېلو پېښو کې ددغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار دوه اوسېدونکي وتښتول شول، چې د کشفي پوليسو په مرسته، په تېرو ۲۷ ساعتونو کې د سړي تښتوونکو له منګولو راخلاص شو.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو دواړو پېښو په تړاو يې ۵ کسه نيولي دي.
د هغه په وينا، تېر ماښام، د جمال الدين په نامه ۱۲کلن ماشوم، په مزاشريف ښار کې روضې ته نږدې، د نامالومو وسله والو له خوا وتښتول شو.
قادري وويل، چې پوليسو، نوموړی د بلخ د چمتال ولسوالۍ په جر خوني سيمه کې وموند او په تور يې دوه کسه نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په يوه بله پېښه کې د مزارشريف دباختر ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکي، رامز ، د خپل ټولګيوال له خوا وتښتول شو، چې د خلکو په مرسته په دهدادي ولسوالۍ کې وموندل شو.
د هغه په وينا ددې پېښې په تړاو يې عصمت الله او ديدار په نامه د ننګرهار اوسېدونکي او د دهدادي اوسېدونکی محمد فضل نيولي دي.
قادري وويل: ((د اختطاف د دواړو پېښو انګېزه د پيسو لاسته راوړنه ده.))
د بلخ اوسېدونکي د پوليسو له چټک فعاليت څخه راضي دي او وايي، چې عاملينو ته دې جزا ورکړل شي.
د جمال الدين په نامه تښتول شوي ماشوم پلار، ويس الدين، پژواک ته وويل: ((نه پوهېږم، له پوليسو څه ډول مننه وکړم.))
نوموړي زياته کړه، چې سړي تښتوونکو ترې ډېرې پيسې غوښتې.
دا په بلخ کې، د تېر يو کال په ترڅ کې د سړي تښتونې لومړۍ پېښه ده.