جلال اباد (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): د ننګرهار سرحدي پوليس وايي، چې پر لعلپورې ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو د بريد پر مهال په رامنځته شوې نښته کې شپږ وسلوال وژل شوي دي.
په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د لېندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا دوولس بجى شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې نښته کې چې دوه ساعته روانه وه، شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي، اوه نور ټپيان دي او دولتي ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
مومند وايي، چې د وسلوالو طالبانو مړي او ټپيان په پاکستاني امبولانسونو کې د پولې پورې غاړې ته وړل شوي دي.
د سرحدي پوليسو وياند ادعا وکړه، چې ياد وسلوال مخالفين د ډيورنډ پولې له پورې غاړې را اوښتي وو.
نوموړي وويل، چې د نښتې پر مهال د ولسوالۍ پر ودانۍ مرمۍ لګېدلې او له امله يې يو څه زيانمنه شوې ده.
خو د شعيب په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې دوه وسلوال مخالفين سخت ټپيان شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ياده نښته کې درې پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون پنځه نور ټپيان دي.
خو حکومتي سرچينې دغه ادعا ردوي.
لعلپوره د جلال اباد ښار ختيځ ته پرته سرحدي ولسوالۍ ده، د دې ولسوالۍ خلکو څو مياشتې مخکې شکايت کړى و، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا پرې بريدونه شوي دي.