چاريکار (پژواک ٩ قوس ٩١): د پروان د مرکز اړوند په “ځنګل باغ” سيمه کې د موټر چپه کېدو له امله يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول.
د پروان د ترافيکو مدير سمونوال محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ټونس موټر د ټاير د وتو له امله رامنځته شوه.
هغه وويل، چې ياد موټر له کابل څخه د پروان جبل السراج ولسوالۍ ته په لاره و، چې ټاير يې ووت او چپه شو.
د پروان د ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالولي قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پېښه کې مړ شوى کس او پنځه واړه ټپيان چې ټول لويان نارينه دي، روغتون ته وړل شوي دي.
ده وويل، له ټپيانو د درېيو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او کېداى شي چې د نورې درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شي.
تېر ماښام هم د کابل په کلکان ولسوالۍ کې په يوې ترافيکي پېښه کې ٧ تنه ټپيان شول.