Language

درې افغان لوبغاړي د سنوکر په نړيوالو سياليو کې دويم پړاو ته ولاړل

کابل (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): په اروپايي هېواد بلغاريا کې پيل شوې د سنوکر په نړيوالو سياليو کې درېيو افغان لوبغاړو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

دا سيالۍ د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د لېندۍ په پنځه پيل شوې او اته ورځې به دوام لري.

په دغو سياليو کې له ٤٨ هېوادونو څخه شاوخوا ١٩٠ لوبغاړو ګډون کړى، چې ٤٠ يې ښځينه دي.

د نارينه وو  لوبې په دوو برخو وېشل شوې، چې ٥٠ تنه د ماسټرانو په کټګورۍ کې دي، په دې کټګورۍ کې د افغانستان له لوري زمري برخه اخيستې او په عادي کټګورۍ کې رييس خان سينزى او نادر سلطاني برخه لري.

افغان لوبغاړي رييس خان سينزى په (ق) ګروپ کې دى او ورسره په دغه ګروپ کې د فنلينډ، بلغاريا، مصر او قبرص لوبغاړي دي.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سينزي په خپل ګروپ کې د يادو هېوادونو لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره لومړى مقام خپل کړ او دويم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

هغه زياته کړه، چې بل افغان لوبغاړى نادر سلطاني د کاناډا، فرانسې، اسرايل او پاکستان له لوبغاړو سره په ګروپ کې شامل دى، له څلورو څخه درې لوبې وګټلې او بل پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

رحماني وايي، چې له سلو څخه ٦٢ لوبغاړي بل پړاو ته لاره موندلې او په دغه پړاو کې به د ناک اوټ سسټم له مخې چې کوم لوبغاړى ماتې وخوري نو له سياليو څخه ايستل کېږي.

د هغه په وينا، سينزى به نن په دويم پړاو کې د فرانسې له سټېفن او نادرخان سلطان د ويلز له ګريټ الين سره مقابله کوي.

مجيب الرحمن رحماني دغه راز زياته کړه، چې د زمري حساس په نوم بل افغان لوبغاړي د ماسټرانو په کټګورۍ کې هم د خپل ګروپ څلور لوبې ګټلې او دويم پړاو ته يې لاره موندلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.