Language

دوه انسان تښتونکي ووژل شول او تښتول شوى ماشوم ترې وژغورل شو

چاريکار (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): پوليسو يو څلور کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلى او له هغوى سره د نښتې پر مهال يې دوه تښتوونکي وژلي او دوه نور يې په ټپي حالت کې نيولي دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شل ورځې مخکې د ميلاد په نوم يو څلور کلن هلک د دغه ولايت د مرکز اړوند د تتم درې له سيمې د واده له مراسمو وتښتول شو.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېره شپه تښتوونکو غوښتل، چې ميلاد نامعلوم ځاى ته ولېږدوي، خو له دې امله چې پوليس يې په لټه کې وو، بريالي نه شول او هغه يې د دغه ولايت د بګرام ولسوالۍ د خلازيي سيمې په جومات کې پرېښود.

دى وايي، چې تښتوونکي د کابل د شکردرې ولسوالۍ لور ته وتښتېدل او د پروان پوليسو په دې اړه د کابل پوليسو ته خبر ورکړ.

د هغه د څرګندونو له مخې، د کابل پوليسو د شکردرې په مرکز کې د تښتوونکو موټر ته د درېدو امر وکړ، خو هغوى موټر ونه دراوه او پر پوليسو يې ډزې وکړې.

عبدالرحمن سرجنګ وويل، چې وروسته له پوليسو سره په نښته کې له تښتوونکو څخه دوه تنه ووژل شول او دوه  نور ټپيان شول.

دى وايي، چې ټپيان پوليسو ژوندي نيولي او په نښته کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.

د ميلاد نيکه حاجي محمداکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ميلاد په خلازيي سيمه کې د شپې له خوا د واده له مراسمو وتښتول شو.

هغه وايي، چې دوى د راډيو له لارې د ميلاد د ورکېدو اعلان وکړ او په دې اړه يې امنيتي ارګانونو ته هم خبر ورکړ، خو څلور ورځې وروسته تښتونکو د ټيلېفون له لارې د ميلاد له پلار سره اړيکه ونيوه او ويې ويل، چې ميلاد يې تښتولى دى.

محمداکبر وايي، چې تښتوونکو د ميلاد د خوشې کېدو په بدل کې د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو غوښتنه کوله خو دوى پيسې ورنه کړې؛ ځکه چې نه يې لرلې.

ده له دولته وغوښتل، چې نيول شوي تښتوونکي اعدام کړي، تر څو د نورو لپاره عبرت شي.

 شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم يو ١٥ کلن او بل ١٨ کلن هلک د پروان له سرخ پارسا ولسوالۍ وتښتول شول، خو يوه اونۍ مخکې پوليسو د تښتوونکو له منګولو وژغورل.