Language

يو طالب قوماندان د سولې له پروسې سره يوځاى شو

کلات (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): د زابل ولايت د سولې شورا رييس وايي، چې د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

د دغه ولايت د سولې د شورا رييس محمد داود ګلزار د لېندۍ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې تنه نن په رسمي ډول د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

د ده په خبره، په دغو درېيو تنو کې يو مخکښ طالب قوماندان هم شامل دى چې تر دې وړاندې يې په کندهار او زابل ولايتونو کې په دولت ضد کړنو کې لاس درلود.

ګلزار وويل، چې له يو ځاى شوو سره د سولې د شورا له لوري د دوى د ژوند او کورنۍ د اړتياوو لپاره لازمي مرستې هم وشوې او امنيتي ارګانونو يې د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړ.

هغه وايي، چې تر دې وړاندې هم په څلورو ډلو کې لسګونه د دولت وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وو.

د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وويل، دولت حاضر دى د سولې له پروسې سره يوځاى کېدونکو کسانو ته دندې ورکړي او د هغوى امنيت خوندي کړي.

رسوليار پر نورو طالبانو هم غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي او د دولت له مخالفته دې نور لاس واخلي.

د سولې له پروسې سره يو يوځاي شوى، مولوي شمس الله پژواک اژانس ته وويل، خوشاله دى چې له جګړې يې لاس واخيست او بېرته خپلو خلکو ته ور ګډ شو.

نوموړي وويل، هڅه به وکړي چې د خپل ديني علم په وسيله د خلکو خدمت وکړي او نور وسلوال به هم د سولې له پروسې سره يوځاى کېدو ته راوبولي.

Related Topics