Language

کابل (پژواک ٩ لېندۍ ٩١): د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول په يوه رسمي سفر سبا پاکستان ته ځي.

 

په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول له يوه لوړ پوړي پلاوي سره سبا اسلام اباد ته ځي.

 

سرچينې زياته کړې، چې نوموړي ته د دغه سفر بلنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر ورکړې ده.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر پر مهال به ډاکتر زلمى رسول له پاکستاني مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر هم اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول سفر تاييد کړى دى.

 

د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې پاکستان ته ځي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني هم له يوه لوړ پوړي پلاوي سره شاوخوا دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته تللى و او له پاکستاني چارواکو سره يې د سولې پر پروسې خبرې اترې کړې وې.

 

د دغه سفر پر مهال پاکستاني چارواکو د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د منځنۍ کچې ٩ تنه طالب بنديان خوشې کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.