کابل (پژواک ١٠ لېندۍ ٩١): په اروپايي هېواد بلغاريا کې پيل شوې د سنوکر د نړيوال جام سياليو په دويم پړاو کې دافغانستان لوبغاړي خپل فرانسوي سيال ته ماتې ورکړه.
دا سيالۍ د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د لېندۍ په پنځمه پيل شوي او اته ورځې به دوام ولري.
په دغو سياليو کې له ٤٨ هېوادونو څخه شاوخوا ١٩٠ لوبغاړو ګډون کړى، چې ٤٠ يې ښځينه دي.
د نارينه وو لوبې په دوو برخو وېشل شوي، چې ٥٠ تنه د ماسټرانو په کټګورۍ کې دي، په دې کټګورۍ کې د افغانستان له لوري زمري برخه اخيستې او په عادي کټګورۍ کې رييس خان سينزى او نادر سلطاني برخه لري.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د لېندۍ په ١٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رييس خان سينزي د٦٢ لوبغاړو په ګډون په دويم پړاو کې خپل فرانسوي سيال سټېفن ته څلور په صفر کې ماتې ورکړه او درېيم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.
د هغه په وينا، درېيم پړاو ته ٣١ لوبغاړي لاره پيدا کوي او په دې پړاو کې به رييس خان سينزى د متحده عربي اماراتو له لوبغاړي محمد الجوکر سره نن لوبه کوي.
خو رحماني وويل ، چې بل افغان لوبغاړي نادرسلطاني په دويم پړاو کې د ويلز هېواد له ګريټ الين څخه ماتې وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شو.
د يادونې ده، چې دا پړاوونه د ناک اوټ سسټم له مخې، چې کوم لوبغاړى ماتې وخوري،نو له سياليو څخه وېستل کېږي.
مجيب الرحمن رحماني دغه راز زياته کړه، چې د زمري حساس په نوم بل افغان لوبغاړي د ماسټرانو په کټګورۍ کې هم د خپل ګروپ څلور لوبې ګټلي او دويم پړاو ته يې لاره موندلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP