Language

د دولت د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

هرات (پژواک ۱۱ لېندۍ ۹۱): امنيتي ځواکونو د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وکړه، خو طالبان بيا په دغه شمېر د دولتي ځواکونو د وژلو دعوه کوي.

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه وسلوال مخالفين د ملي اردو د څلورم کنډک سرتېرو تېر ماښام د شينډنډ د زېر کوه په نوم سيمه کې د عملياتو پر مهال وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې ياد عمليات د طالبانو پر يوه پټنځاى ترسره شوي او په ترڅ کې يې درې نور طالبان ټپيان شوي هم دي.

نجيبي زياته کړه ، چې په دې نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دې نښته کې يې پنځه دولتي سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

ده د طالبانو تلفات رد او يواځې د خپلو درېيو ملګرو تپي کېدل يې تاييد کړي دي.

احمدي همدا راز وويل، چې تېر ماښام يې د شينډنډ ولسوالۍ په باغچې سيمه کې د ايساف ځواکونو يو زغره وال ټانک د سړک غاړې پر ماين الوځولى او درې سرتېري يې وژل شوي دي.

خو د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحميد حيمدي وايي، چې دغه ټانک په افغان امنيتي ځواکونو پورې اړه لرله، هغه پرې د ماين چاودنه مني، خو وايي چې يواځې ټانک په کې زيانمن شوى او نور چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د هرات د ولايتي شورا غړي تورمحمد ظريفي وايي، چې د شينډنډ په زېرکوه کې د وسلوالو طالبانو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ نښته کې يوه ښځه او يو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوي، خو د ظفر قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول بيا ملکي تلفات رد کړل.

شينډنډ د هرات يوه نسبتاً لويه او نا امنه ولسوالي ده، چې په کې د ايساف ځواکونو يوه مهمه قرار ګاه هم شتون لري.

Related Topics