Language

د ننګرهار خلک د خصوصي پوهنتونونو له ناسم کيفيته سر ټکوي

جلال اباد (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د شخصي پوهنتونونو د تدريس کيفيت تر مکتبونو ټيټ دى، خو فيسونه يې لوړ دي.

دوى زياتوي، چې ددغو خصوصي پوهنتونونو د زده کړې کچه ډېره ټيټه او محصلينو ته يې په سمه توګه تدريس نه کېږي.

د ننګرهار يو اوسېدونکى نجيب الله،چې زوى يې د يوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې زده کړې کوي، وايي، چې د دغو خصوصي پوهنتونونو د تدريس کيفيت ډېر ټيټ دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زوى مې په دويم سمستر کې دى، خو تر اوسه د اقتصاد په الف او ب نه پوهېږي.))

نجيب الله، چې په خپله د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ دى، زياتوي، چې له زوى يې د اقتصاد د تعريف پوښتنه وکړه، خو هغه د ((نه پوهېږم)) ځواب ورکړ.

يو ٢٢ کلن ځوان،چې په کوم شخصي پوهنتون کې په زده کړو بوخت دى، د نوم نه اخيستو په شرط وايي، د تدريسي سيسټم نه معياري توب، د ادارې بې کفايتي او د استادانو غيرحاضري دې ته اړ کړى چې پوهنتون پرېږدي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته په ټول سمستر کې٣٠ مخې چپټر راکوي، هغه هم څلوېښت کاله پخوانى.))

د نوموړي په وينا، د لوړو زده کړو وزارت بايد دې ستونزې ته پام وکړي، نه دا چې د څو پيسو په مقابل کې د محصلينو راتلونکې له خاورو سره خاورې کړي.

د فارم هډې اوسېدونکى نصيراحمد پژواک اژانس ته وويل،يو شمېر شخصي پوهنتونونو ته استادان له پېښوره راوستل شوي، چې سمه پښتو هم نه شي ويلى.

هغه زياته کړه:((نه د دغو استادانو د اسنادو معلومات شته او نه د بل څه، پښتو، اردو، انګليسي هر څه ګډوډ وايي، محصلين يې په خبرو هم سم نه پوهيږي.))

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد عبداللطيف مل شينوارى هم ورته اندېښنه لري او وايي، چې په ننګرهار کې د شخصي پوهنتونونو ډېروالى د دغو پوهنتونونو په درسي کيفيت نېغه اغېزه کړې ده.

هغه پژواک ته وويل:((پوهنتونونه ډېر دي، په دې اندازه کدري او ماسټر استادان چېرته دي،چې په دې پوهنتونونو کې درس ورکړي او هر څوک غواړي چې ډېر محصلين جذب کړي.))

نوموړى وايي، چې په دغو پوهنتونونو کې يو شمېر داسې محصلين هم جذبيږي، چې هېڅ د اړوند څانګې د شاملېدو وړتيا نه لري.

مل شينواري پر استادانو هم نيوکه کوي او وايي، يو شمېر داسې کسان هم د استادانو په پوستونو کې جذب شوي چې په هېڅ اصولو کدري استادان نه شي کېداى.

د ننګرهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول استاد سيد سميع الله سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د وزارت د لايحې مطابق دوى پر شخصي پوهنتونونو د څار او يا هم د هغوى له درسي بهير څخه د لېدنې رسمي حق نه لري.

هغه وايي، چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د شخصي پوهنتونونو لپاره يو ځانګړى رياست شته، چې ټول اړوند چارې يې پر هغوى پورې اړوند دي.

د التقوا خصوصي پوهنتون رييس انجنير امان الله امان دا مني، چې ښايي په ځينو پوهنتونونو کې به دغه ستونزه په ډېر جزوي شکل وي، خو دومره به هم نه وي چې د ټولو پوهنتونونو تدريسي چارې تر پوښتنې لاندې راولي.

په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون رييس او د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې مسوول طارق کمال وايي، چې د ننګرهار د خصوصي پوهنتونونو فيسونه د مرکز او نورو ولايتونو په پرتله ټيټ دي.

هغه زياته کړه: ((بله خبره د استادانو ده، کله چې موږ استادان ټاکو نو اسناد يې وزارت ته لېږو، هغوى يې چې له موږ سره ومني، بيا يې نيسو.))

نوموړى وايي، دوى ځکه بهرني استادان استخداموي؛ چې په ننګرهار کې د يو شمېر څانګو لپاره مسلکي اشخاص نه لري.

کمال دا مني، چې په ننګرهار کې يو شمېر پوهنتونونه ټيټ او ځينې يې لوړ فيسونه اخلي.

هغه زياته کړه: ((د اتحاديې د جوړولو يو ضرورت همدا تفاوتونه دي، خو زما په پوهنتون کې ٣٠٠٠ افغانۍ فيس دى، که زه چېرته له دې ټيټ فيس واخلم نو زه بيا ښه استاد نه شم نيولى؛ ځکه ښۀ استاد پيسې ډېرې اخلي.))

کمال وايي، ځيني پوهنتونونه د دې لپاره چې ډېر محصلين جذب کړي، نو فيس ټيټوي په کم فيس دوى مجبور دي داسې استاد ونيسي، چې کمه تنخوا اخلي، نو همدا لامل دى چې د ننګرهار ټول خصوصي پوهنتونونه يې تر نيوکې لاندې راوستلي دي.

د يادونې ده، چې په ننګرهار کې پر يوه دولتي لوى پوهنتون سربېره اوه نور د لوړو زده کړو شخصي موسسې او په لسګونه نور انسټيټيوټونه فعاليت کوي.

 

اېډېټر: جاوېد هميم کاکړ