Language

په افغانستان کې ماشومانو ته د سينه بغل واکسين پيليږي

کابل (پژواک١١ليندۍ٩١): په افغانستان کې ماشومانو ته د سينه بغل واکسين پيليږي او د اغاخان بنسټ په مرسته  يو شمېر افغان ډاکټرانو ته  تخصصي زده کړې ورکول کيږي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل نن د ماشومانو د روغتيا په اړه په کابل کې جوړ شوي نړيوال علمي کنفرانس ته په  خبرو کې وويل ، چې  سينه بغل، نس ناستى، شرى، ملاريا هغه ناروغۍ دي، چې له امله يې افغان ماشومان  خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز دا وايي، چې تر ډېره خوارځواکي د ماشومانو د ناروغتيا لامل کېږي .

د هغې د څرګندونو له مخې، له وخته مخکې زېږېدنې او سوء شکلونه هم په افغانستان کې  د ماشومانو د مړينې لاملونه دي .

د دليل په وينا، دغه وزارت د ماشومانو د روغتيا لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري، چې له هغو څخه يو يې  د سينه بغل پروړاندې د ماشومانو واکسينول دي.

هغې وويل ، په پام کې ده، چې دغه واکسين په راتلونکي کال پېل شي، چې ورسره به  د ماشومانو په مړينه کې کموالى راشي.

دا مهال په افغانستان کې د شري، ګوزڼ ، تيتانوس، د تور ټوخي ، ديفتري، سل ، تور زېړى او و الګي واکسين ورکول کيږي .   

د عامې روغتيا وزيره وايي، چې لس کاله وړاندې له هرو زرو نويو زېږېدلو ماشومانو ٢٥٤ تنه تر پنځه کلنۍ وړاندې مړه کېدل، خو اوس دغه کچه ٩٧ ماشومانو ته راښکته شوې ده.

ددې دوه ورځينې سيمينار په پيل کې نن د عامې روغتيا وزارت او د اغاخان پراختيايي بنسټ   ترمنځ هوکړه وشوه، چې له مخې به يې د پاکستان په کراچۍ کې د آغاخان په پوهنتون کې افغان ډاکټرانو ته تخصصي زده کړې ورکړل شي.

په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې د طبي انستيتيوت رييس ډاکټر عزيز احمد جان خبريالانو ته وويل ، چې د شوې هوکړې له مخې به  افغان ډاکټرانو ته د تخصص دوره  د راتلونکي  ميلادي کال په مارچ کې پيل شي.

  ده وويل، چې دغو ډاکټرانو ته به د کراچې د پوهنتون تر څنګ ، په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبي انستيتيوت کې هم  زده کړې ورکړل شي .

 دى وايي ، چې دې انستيتيوټ پخوا تردې هم  افغان ډاکټرانو ته د ماشومانو د داخلې او جراحۍ په برخه کې  تخصصي زده کړې ورکړې دي.

خو سرچينه زياتوي، چې د نوې هوکړې له مخې به د پتالوژي، کارديو لوژي، انستزيالوژي او راديو لوژۍ په ګډون په نهو تخصصي برخو کې افغان ډاکټران وروزل شي .

ده وويل ، چې تر راتلونکيو درېيو کلونو به ددغه انستيتيوټ لخوا په يادو برخو کې ٨٠ تنه افغان ډاکټران تخصصي زده کړې وکړي.

په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې د طبي انستيتيوټ په افغانستان کې يواځينى مرکز دى، چې د ماشومانو د زړه عمليات پکې ترسره کېږي.

نننى دوه ورځنى نړيوال علمي کنفرانس هم د همدې انستيتيوټ لخوا د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ  په کابل کې  جوړ شوى  دى.

 د عامې روغتيا د وزيرې په خبره، په دې کنفرانس کې دکورنيو او بهرنيو طبي متخصصينو، استادانو، محصلينو، څېړونکو او د نړيوالو موسسو د استازيو په ګډون  شاوخوا ٣٠٠ تنه برخه لري.

هغه وايي، چې په دې دوه ورځني سيمينار کې به د ماشومانو د طبابت په برخه کې پر تشخيصيه چوپړ او د بېړنيو طبي مرستو پر څرنګوالي خبرې وشي.

 

اديت: منصف