هرات (پژواک ١١ليندۍ ٩١) : د بادغیس ولايت چارواکي وايي ، چې وسلوالو ددې ولايت د کرنې ریاست دوه مدیران وژلي دي.
د بادغیس د والي ویاند شرف الدین مجیدي،د لیندۍ په ۱۱ مه پژواک ته وویل، چې دغه پیښه تیره شپه د قلعه نو مرکز د کندلانو په کلي کې رامنځه ته شوې ده .
ده وويل، چې د جلیل او جلال په نومونو د کرنې اومالدارۍ ریاست دوه مدیران د کرنیزو پروګرامونو لپاره يادې سيمې ته تللي او په یوه کورکې میلمانه وو، چې د شپې طالبانو له کور څخه راوېستلي او بيا يې د ټوپک په ډزو وژلي دي.
ده وویل، چې د وژل شويو کسانو مړي یې له یادې سیمې څخه ترلاسه کړي او په پېښه کې لاس لرونکي طالبان پېژندل شوي دي.
د نوموړي په خبره، چې همدغه کلي ګاونډ تایمنیانو نومي سیمه کې پولیسوتعقیبي برید وکړ، چې له څو ساعته نښتې وروسته دوه تنه وسلوال ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.
د والي ویاند په دې پیښه کې د ۲ پولیسو ټپي کېدل هم تاييد کړل .
د حاجي قاسم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي ددولت د وسلوالو دغه ډله ډيره خطرناکه وبلله .
زیاته کړه، چې دغه وسلوال د بادغس-هرات په سړک د سبزک او لامان نومي سیموکې د مسافرو موټرشکوي.
تراوسه ددې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .
د يادونې ده ، چې یوه اونۍ مخکې د بادغیس د معارف یو مامورهم په همدغه سیمه کې د مسافرو له موټره وسلوالو کښته کړى او بيا يې وژلى و.