Language

کونړ او اروزګان کې ١٥ وسلوال ووژل شول

اسعداباد-ترينکوټ (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): د کونړ او اروزګان ولايتونو مسوولين وايي، چې په بېلابېلو عملياتو کې د دولت ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو پرون سهار وخته په مرورې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر ګزمې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو د ايساف په ځوابي هوايي بريد کې ١١ وسلوال مخالفين ووژل شول.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دغو عملياتو کې يې يواځې دوه ملګري وژل شوي، خو هغه د بهرنيو ځواکونو د دوو ټاکنو له منځه وړو او په کې د ناستو سرتېرو د وژلو ادعا وکړه.

بلخوا تېره شپه د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد پژواک اژانس ته وويل، چې دا نښته د ولسوالۍ د ګورګين په سيمه کې د شپې ناوخته شوې او دوه ساعته يې دوام درلود.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې د ملا نصيرالله په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

امنيه قوماندان وويل، چې په نيول شوو کې هم د طالبانو يو قوماندان شامل دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.