Language

د جلال اباد په پېښه کې د ٨ ځانمرګو په ګډون ١٣ تنه وژل شوي

جلال اباد (پژواک ١٢ لېندۍ ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په جلال اباد کې د افغان ځواکونو له خوا اته بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په ١٢مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار ٥ بجې او ٥٠ دقيقې اتو ځانمرګو بريدګرو په جلال اباد کې د بهرنيو ځواکونو پر اډه ډله ييز بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د سرچينې په وينا، لومړى دوو ځانمرګو له کرولا او صرف موټرو څخه په ګټې اخيستنې، چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځاى پر ځاى کړي وو، د هوايي ډګر په دروازه کې چاودنې وکړې او شپږو تنو نورو د درنو او سپکو وسلو ډزې پيل کړې.

خبرپاڼه وايي، چې له افغان ځواکونو سره د نښتې په پايله کې شپږ واړه ځانمرګي بريدګر ووژل شول، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ننګرهار د امنيه قواماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې نهه بريدګر، درې ساتونکي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز ١٤ د هوايي ډګر ساتونکي او څلور ملکي وګړي په کې ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زياته کړه، چې د نښتې پر مهال بهرنيو ځواکونو پر ځانمرګو بريدګرو هوايي عمليات هم وکړل، چې يو شمېر يې ووژل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دغه بريد کې ١٨ بهرني سرتېري وژل شوي، ٤٠  نور ټپيان شوي او درې چورلکې يې هم ويجاړې شوې دي.

هغه زياتوي، چې په دغه بريد کې د دوى يواځې اوه ملګري وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې د جلال اباد د هوايي ډګر ختيځ لور ته د کابل-تورخم  پر لويه لاره د ايساف لويه پوځي اډه پرته ده.

Related Topics