هرات( پژواک ١٢ ليندى ٩١): د هرات د ملکي هوايي ډګر ځينې خدماتي چارې په لومړي ځل يوې نړيوالې کمپنۍ ته سپارل شوي، چې له دې امله هوايي ډګر نړيوال باور خپل کړى دى.
دغه کمپنۍ (اوليو ګروپ) چې مرکز يې په دوبۍ کې دى، په دې وروستيو کې د هرات د هوايي ډګر د مسافرو د مصوونيت چارې پر غاړه واخيستې، چې په تلاشۍ او ترمينال کې د مسافرو د چک او کنټرول خدمتونه پر مخ بيايي.
د هرات د هوايي ډګر د ملکي برخې امر محمداعظم اعظمي وايي، چې د دغسې خدمتونو له لارې يې لويه ګټه دا ده، چې د هرات هوايي ډګر نړيوال باور خپل کړي؛ ځکه چې دغه کمپنۍ د نړۍ په يو شمېر نورو هوايي ډګرونو کې هم د مسافرو په خدمت کې بوخته ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس مهال د دې کمپنۍ ۱۰ روزل شوي افغان کارکوونکي په هوايي ډګر کې پر دنده بوخت دي، خو د بهرنيو الوتنو په صورت کې به يې شمېر کم تر کمه ۵۰ تنو ته لوړ شي.
د ده په وينا، اليوګروپ د مسافرو د مصوونيتي خدماتو په برخه کې نړيوال اجازه ليک لري، پر هرات سربېره دکابل او کندهار ولايتونو د هوايي ډګرونو د ورته خدماتو چارې لا د مخه ياد ګروپ ته سپارل شوې دي.
د يادې کمپنۍ يو کارکوونکى شکېب وايي، چې دى او ملګري يې د مسافرو د چک، کنټرول او بررسۍ په برخه کې په ښه ډول روزل شوي دي.
هغه وويل: ((موږ د اېکسرې، ترمينال او مسافرو ته تر الوتکې پورې په ښه توګه رهنمايي کول، ټولې هغه چارې سر ته رسوو، چې مسافرو ته مصوونيتي اسانتياوې رامنځ ته کوي.))
دغه کار کوونکي زياته کړه، کومې خدماتي چارې چې دې کمپنۍ ته اوس ور سپارل شوي، پخوا د افغان سرحدي پوليسو له خوا ترسره کېدې.
مسافرين هم وايي، چې د تېر په پرتله اوس د هوايي ډګر په خدمتونو کې جوت توپير ليدل کېږي.
يوه ٤٠ کلن سوداګر حاجي مرجان وويل: ((لوى فرق يې دا دى، چې تېر مهال به ترمينال ته د راتلو پر مهال د مسافرو بدني تلاشي پولسيو کوله، هغوى له مسافرو سره سم سلوک نه کاوه، په زور او جدي لهجه يې له مسافرو سره خبرې کولې، کله خو به يې د ډنډې يا پوځي وسايلو په ور ښکاره کولو مسافر نظم ته برابرول، چې يو ډول روحي ځور يې سړي ته ورکاوه.))
خو دغه سوداګر وايي، چې دا مهال وضعيت ډېر دوستانه و، هماغه تلاشي واخيستل شوه، خو مقابل طرف په ملکي جامو کې خبرې راسره وکړې، هېڅ ډول زور راسره ونه شو.
هغه زياته کړه: ((که په لنډو ټکو درته ووايم ، لکه د يوه مېلمه او کوربانه داسې دوستانه سلوک را سره شوى، چې ترې خوښ يم. ))
د هرات په هوايي ډګر کې د کورنيو الوتنو د څانګې مشر سمونيار محمدقدير اغا، سربېره پر دې چې د اوليو ګروپ د کاري ډلې راتګ هوايي ډګر ته يو غوره ګام بولي، خو دا يې نه مني؛ چې ګواکې تېر مهال به د دوى پوليسو له خلکو سره ناوړه چلند کاوه.
هغه وويل، چې د هوايي ډګر پوليس وړ مسلکي زده کړې لري، کارونه يې مناسب او مسافرو ته معياري خدمتونه پر مخ بيايي.
نوموړى وايي، چې دغه نړيواله کمپنۍ يواځې د ترمينال او الوتکې ته د مسافرو د تنظيم چارې پر مخ بيايي، نور ټول امنيتي کارونه لکه د دروازو او ترمينال دننه ټولې امنيتي چارې د پخوا په څېر پوليس مخې ته وړي.
د سرچيني په وينا، دغه کمپنۍ د مسافرو د پاسپورټ کتلو او د شک پر مهال د مشکوکو کسانو د نيولو واک نه لري، يواځې ملکي خدمتونه وړاندې کوي او له بهرنۍ امنيتي کمپنۍ سره توپير لري.
د سمونوال قدير په خبره، د مسافرو د مصؤونيت چارې د کورنيو چارو او ملکي هوانوردۍ وزارتونو د توافق پر اساس دې نړيوالې کمپنۍ ته ورکړل شوې دي.
د هرات د هوايي ډګر د ملکي برخې امر وايي، چې سږ کال د لومړي ځل لپاره افغان حاجيان له همدغه هوايي ډګر څخه په مستقيم ډول سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړل او بېرته راغلل، په داسې حال کې چې پخوا به د لوېديځ زون (هرات، بادغيس، فراه او غور) ولايتونو مسافر بهر ملکونو ته د سفر په نيت لومړى کابل ته تلل.
د هوايي ډګر دغه مشر وويل، چې هوايي ډګر يې ټول نړيوال معيارونه خپل کړي، اوس يې داخلي ورځنۍ الوتنې تر ۳۰ پورې لوړې شوي او په لنډ راتلونکي کې بهرنۍ الوتنې هم پيلوي، چې هندوستان او دوبۍ ته به دغه خدمتونه په لومړي سر کې پيل شي.
د هرات هوايي ډګر له مرکز کابل وروسته يو له مهمو او له ګڼې ګوڼې ډک هوايي ډګر دى، چې په ۱۳۳۶ کال کې د امريکايي انجينرانو تر څارنې لاندې جوړ شوى دى.
که څه هم په لومړيو کې يې د ورځې درې داخلي الوتنې تنظيمولې، خو د اېټاليا د۱۵۰ ميليونه ډالرو پروژې په پيل سره ډېره برخه يې رغول شوې، چې لا يې هم رغنيزې چارې پر مخ ځي.