کابل (پژواک١٢ليندۍ٩١):له نشه يي توکيو سره د مبارزې چارواکي وايي، روان کال په افغانستان کې د نشه يي توکيو ٢١٥ تنه د قاچاق په تور نيول شوي ، چې ٧ تنه يې لوى قاچاق وړونکي دي .
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکيو سره د مبارزې معينت د عملياتو مشر جنرال خليل بختيار نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په روان کې د نشه يي توکيو ٣٥ لابراتوارونه ، چې ترياک يې په هېروئينو بدلول له منځه وړل شوي او مسوولين يې نيول شوي دي.
بختياري دغه څرګندونې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره په کابل کې تر يوې جوړې شوې مشورتي ناستې وروسته د نشه يي توکيو د مبارزې له وزير سره په ګډه خبري ناسته کې وکړي.
نوموړي له يادو اوو کسانو د حاجي بختاور، حاجي غنچه ګل، حاجي بهاوالدين، حاجي غلام سرور او امان الله افغان نومونه ياد کړل، چې په وينا يې له ١٤ تر ١٨ کلونو بند محکوم شوي او دا مهال په پلچرخي زندان کې بنديان دي.
د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل په همدې خبري ناسته کې له نيول شويو لويو قاچاق وړونکو د حاجي بختاور يادونه وکړه او ويې ويل چې بختاور په سيمه ييزه کچه اړيکې درلودې.
مقبل زياته کړه:”حاجي بختاور ډېر لوى کس دى، له هغو امکاناتو چې نوموړى يې په کابل کې لري، څرګندېږي ، چې هغه يو عادي سړى نه وو، دا ٧ تنه چې نيول شوي دي ټول يې د مخدره توکيو د قاچاق په راس کې وو او سيمه ييزې اړيکې يې هم درلودې، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.”
ده وويل په پام کې وه، چې روان کال لس لوى قاچاق وړونکي ونيول شي، خو درې يې لا هم نه دي نيول شوي.
د هغه په وينا، په پام کې ده ، چې ددې درېيو کسانو تر نيولو وروسته ، د نشه يي توکيو د لسو نورو هغو قاچاق وړونکو د نيولو اقدام وشي ، چې د نشه يي توکيو د قاچاق په سر کې دي.
مقبل وايي: “هرڅوک چې قاچاق وکړي نيول کېږي او هرڅوک چې پکې لاس ولري د قانون منګولو ته سپارل کېږي.”
ده وويل ، چې قاچاق وړونکي د مخدره توکيو د لېږد لپاره له بېلابېلو پېچلو لارو ګټه اخلي.
خو هغه زياته کړه ، چې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په پرتله د نشه يي توکيو او قاچاق وړونکو د نيولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې وزير وويل، چې په افغانستان کې د توليد شويو مخدره توکيو يواځې پنځه سلنه په افغانستان کې استعمالېږي او پاتې نور يې بهرته قاچاق کېږي.
دکورنيو چارو وزارت له مخدره توکيو سره د مبارزې معينت د عملياتو مشر جنرال خليل بختيار د معلوماتو له مخې، روان کال څه د پاسه ٢٠٠٠ عمليات ترسره شوي ، چې په ترڅ کې يې ٤١٩ ټنه مخدره توکي ضبط شوي دي.
مقبل د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې وزارت هڅې بريالۍ وبللې، خو په نا امنو سيمو کې يې د کوکنارو د کښت پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.
ده وويل، سږکال د هېواد په ناامنه سيمو کې د کوکنارو کښت ١٨ سلنه ډېر شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د کوکنارو د کر کچه ١٥٤ زره هکتاره ځمکې ته رسېږي، چې د کښت ٩٠ سلنه يې په څلورو نا امنه جنوبي ولايتونو هلمند، کندهار، فراه او اروزګان کې کرل کېږي.
خو مقبل زياته کړه ، چې دغه وزارت به د کوکنارو د کښت د مخنيوي د نورو لارو چارو ترڅنګ د کوکنارو دکښت د له منځه وړلو هڅې جاري وساتي.
ده وويل ،چې سږ کال دې وزارت په ١٨ ولايتونو کې پر ١٠ زره هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
له مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت تېره ورځ د ١٨ ولايتونو واليان او امنيتي چارواکي کابل ته راغوښتي و، چې د دوو ورځو لپاره يې په هېواد کې د کوکنارو د کښت د بشپړ مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
مقبل ددې غونډې په پاى کې وويل ،چې د غونډې د ګډونوالو ټينګار دا وو، چې د بزګرو نورو توليداتو ته بازار پيدا شي او د هغوى د اقتصاد کچه لوړه شي.
ده وويل ، غونډې ته حکومتي چارواکيو ويل چې د کوکنارو د کښت د کموالي لپاره بايد خلکو ته د کار لارې چارې برابرې شي ، د قاچاق وړونکو د نيولو او د نشه يي توکيو د ضبط کچه لوړه شي.